په افغانستان کې دنړۍد ۹۰فیصدي اپیموتولیدد سیمې د هیوادونو لپاره ګواښ دی
دایران د نشه ایزو موادو سره دمبارزې د کمیټې عمومی منشي په افغانستان کې د نړۍ نوی فیصدي اپيمو تولید،د سیمې د هیوادونولپاره جدي ګواښ دی.
د ایران اسلامی جمهوریت له بندیزي شرائطو سره سره په کال کې د څه دپاسه زر ټنه نشه ایزو موادو په کشف اوضبطولو سره په نړۍ کې د نشه ایزو موادو د کشفونې تر ټولو زیاته اندازه ځان ته بیّله کړې ده.
اسلامی ایران همدارازپه نړۍ کې له نشه ایزو موادو سره دمبارزې د سرکرښې په توګه څه دپاسه دولس زره شهیدان او جانبازان په دغې لارې کې وړاندې کړي دي.
ایسنا خبری آژآنس راپور راکړ، د ایران دنشه ایزو موادو سره دمبارزې د کمیټې عمومی منشي سردار سکندرمومني نن د هیواد ولایتونو له نشه ایزو موادو سره د مبارزې دغږملونکي شورا دمرستیالانو،سلاکارانو،عمومي مدیرانو او منشیانو په تخصصي غونډې کې چې د نشې دمخنیوي، ولسی مشارکتونو او د ښو شوو کسانو د کارکسب ؛ په عنوان سره ترسره شوي ،ووئيل، باید له نشه نیزو موادو سره دمبارزې په حوزې کې د مقابلې ،مخه نیونې درملنې او توانمن کونې موضوع تعقیب شي.
سردار مومنی ددې خبرې په کولوسره چې د صنعتي موادو په تیره بیا دشیشې د تولید ډیره زیاتیدا په وروستۍ لسیزې کې په افغانستان کې د امریکا په مستقیم ملاتړ سره ترسره شوي ده،روښانه کړه،اصلی حل لاره مخه نیولل دي،ځکه ایران د هغه هیواد په څنګ کې دی چې په تیره بیا په تیرو شلو کلونو کې د امریکا او ناټ، په بشپړ ملاتړسره دنشه ایزو موادو دتولید سرچینه ده او په دغه هیواد کې دنشه ایزو موادو تولیدکابو پنځوس برابره زیات شوی دی.
افغانستان په نړۍ کې د نشه ایزو موادو ترټولو لوي او اصلي تولیدونکی دی.