ایران د ویانا په مذاکراتو کې شک او شبهې نه قبلوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120658-ایران_د_ویانا_په_مذاکراتو_کې_شک_او_شبهې_نه_قبلوي
په ویانا کې د ایران د مذاکراتي تیم سلاکار تاکید وکړ چي ایران د ویانا په مذاکراتو کې شک او شبهې نه قبلوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2022 10:41 Asia/Kabul
  • ایران د ویانا په مذاکراتو کې شک او شبهې نه قبلوي

په ویانا کې د ایران د مذاکراتي تیم سلاکار تاکید وکړ چي ایران د ویانا په مذاکراتو کې شک او شبهې نه قبلوي.

د ایران په ضد د امریکې د ظالمانه بندیزونو د ختمولو او د برجام د ایټمي موافقې د فعاله کولو د مذاکراتو نوی پړاو چي د اګوست په څلورمه پیل شوی وی، پای ته رسېدلی دی.

د مذاکراتو په دغه پړاو کې د اروپایي اتحادیې ږغملوونکی انریکه مورا د موافقې لپاره ځینې وړاندېزونه مطرح کړي دي.

په مذاکراتو کې ګډون کوونکي هیوادونه، د یادو مذاکراتو د پای ته رسولو غوښتونکي دي، لیکن د موافقې وروستي کېدا د ځینو موضوعاتو په هکله د امریکې له پرېکړو سره تړاو لري.

د ایران اسلامي جمهوریت د اګوست په پنځلسمې نیټې د اروپایي اتحادیې وړاندیز چي پکښې د برجام د نړیوالې موافقې د بیا فعاله کېدو مسیر بیان شوی و، خپل ځواب مقابل لوري ته وسپارل. که د امریکې غبرګون حقیقت پاله او له انطاف سره یوځای وي نو موافقه به تر لاسه شي.

امریکا هم د اګوست په ۲۴ نیټې په دې زمینه کې خپل نظر اروپایي اتحادیې ورسپارلی دی.

د سپټمبر په دوهمه، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي، د امریکې د ځواب په هکله یې د ایران د نظراتو د لېږدولو خبر ورکړ او ویې ویل چي د راستول شوې مسودې دریځ مثبت او د مذاکراتو د پای ته رسولو په لړ کې دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت پلاوې تاکید کړي چي موافقې ته د رسېدو شرط، د بندیزونو د لیرې کېدو د دوام په هکله تضمین دی او بل دا چي په راتلونکو کې په ایران باندې د فشار د راوستلو هیڅ یو اړم پاته نشي او ایران هم د یوې داسې موافقې په لټه کې دی چي په کښې د ایران د خلګو اقتصادي ګټې تامین، سوداګریز محدودیتونه لیري او د تېلو په پلور یې غیر قانوني بندیزونه ختم کړایشي.

په ویانا کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ټیم سلاکار محمد مرندي په یو ټوییټ کې ولیکل: بورل د امریکا ملګری دی او دا هیروي چي د دغو مذاکراتو لامل له موافقې څخه د لوېدیځوالو سرغړونه او هغه فشارونه دي چي ایراني وګړي یې هدف ګرځولي دي، هغه هم په داسي یو حالاتو کې چي ایران په دې موافقې باندې پوره پوره ژمن پاتي وو.

مرندي زیاته کړه: ایران تشې، شک او شبهې نه مني، امریکا په اروپایي اتحادیې باندې داسي ځینې لګښتونه تحمیلوي.

د اروپا د سیاسي چارو مسئول جوزپ بورل په یوه خبري ناسته کې وویل چي د پخوا په پرتله اوس موافقې ته د رسېدو په زمینه کې زیات هیلمن  نه دی ځکه چي د موافقې په سر باندې د لورو رایې او نظرونه له یو بل سره د لازیات واټن په لور روان دي.

هغه همدارنګه یادونه وکړه چي د اروپایي اتحادیې له لوري وړاندي شوی متن تر ټولو وروستی وړاندیز دی او له دې وروسته به د برجام د موافقې په سر خبرې نه وشي.

دا په داسي حال کې دی چي امریکا په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ټرامپ تر مشرۍ لاندې د برجام له نړیوالې ایټمې موافقې څخه ووتۍ او اروپایي هیوادونو هم په ایران باندې د فشارونو په راوستلو کې د امریکې ملګرتیا وکړه، هغه هم په داسي یو حالاتو کې چي ایران د ایټمي موافقې په ټولو موادو ژمن پاته شوی و.