د ایران سیاست دلاتینی امریکائي هیوادونو سره دملګرتیا زیاتیدا دی
مونږ تیار یوو ، له ونزویلا سره اړیکې په ټولو حوزو کې په تیره بیا په تجارتي ،انرژۍ ، ټيکنالوجیکي ،علمي اودفاعي حوزو کې پراخې کړو.
د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي د ونزویلا دو لسمشر له ځانګړي استازی رامو بلاسکز سره په کتنې کې ووئيل د اسلامی ایران سیاست،ډول ډول ظرفیّتونو ته په پام سره د لاتینې امریکا له هیوادونو سره دملګرتیاؤد سوئې زیاتیدا موجوده ده .
د اسلامی ایران ولسمشر له دوست هیوادونو سره د اسلامی ایران داقتصادي او تجارتی اړیکو پراختیا سیاست ته په اشارې سره د لاتینې امریکا له هیوادونو سره په تیره بیا موجودو ډول ډول ظرفیّتونو ته په پام سره د ایران دملګرتیاؤ دسوئې دزیاتیدا اهمیّت باندې ټينګار وکړ او زیاته ئې کړه ، مونږ تیار یوو ، له ونزویلا سره اړیکې په ټولو حوزو کې په تیره بیا په تجارتي ،انرژۍ ، ټيکنالوجیکي ،علمي اودفاعي حوزو کې پراخې کړو.
د ونزویلا د ولسمشر ځانګړي استازي او ددغه هیواد دټرانسپورټ وزیر رامون سلاکز هم په دېِ کتنې کې له خپل هیواد سره د ایران د اسلامی جمهوریت داړیکو مخ په وده سوئې خوښي وښودله او د سیاسی ،ټرانزیټي ، تجارتي،اقتصادي او دفاعی سویو پر زیاتولو ئې د کاراکاس په اهتمام ټينګار وکړ.