درې اروپايي هیوادونه د امریکا سیاستونه تعقیبوي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اټومي مرکچي ټیم سلاکار محمد مرندي د اروپا د دریو هیوادونو انګلستان د جرمني او د فرانسې بیانیې ته په غبرګون کښې دغه هیوادونه د امریکا د سپینې ماڼۍ د سیاستونو پیروي کوونکي وبلل.
بریتانیا، فرانسې او جرمني پرون په یوې ګډې بیانیې کښې ادعا وکړه ایران له حساس ډيپلوماټیک فرصته استفاده نه ده کړي او په یوې بې اساسه ادعا کښې یې وویل چې ایران خپل اټومي پروګرام ته له هرډول د منلو وړ غیر پوځي توجیه څخه ورهاخوا دوام ورکوي.
د ایران د اټومي مرکچي ټیم سلاکار محمد مرندي د لبنان له المیادین ټیلي ويژن سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د اټومي تړون خلاف ورزۍ نه ده کړي او له دغه تړون څخه نه دی وتلي وویل درې اروپايي هیوادونه انګلستان ، فرانسه او جرمني د امریکا د سپینې ماڼۍ د سیاستونو پیروي کوونکي دي.
هغه وویل ایران په ښه ډول پوهیږي چې له یوې پیاوړي موافقې او د لویدیځو هیوادونو د بې اساسه ادعاګانو له ختمیدا پرته به هر ډول موافقه ماتي وخوري.
د ایران د اټومي مرکچي ټیم سلاکار محمد مرندي ډاګینه کړه د اروپا درې هیوادونه انګلستان، فرانسه او جرمني او دغه راز امریکا په ښه ډول د ایران د اټومي پروګرام له سوله ییزو والي خبر دي او د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو حقوقو د دفاع لپاره د موافقې هڅه کوي.
محمد مرندي دغه راز دې ته په اشارې سره چې ایران په امریکا او اروپايي هیوادونو باندې اعتماد نشي کولای وویل انګلستان ، جرمني او فرانسه د امریکا د متحد په توګه بې پلوه نه دي او باید د دریو هیوادونو په پروپاګنډې ونه غولیږو.
هغه وویل د اروپا یوه چارواکي د خبرو په وخت اعتراف وکړ چې ایران غوښتنې په حقه دي خو دا امریکا ده چې د موافقې د لاسلیک کولو کار ځنډوي.
محمد مرندي ټینګار وکړ چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي هم د امریکا او د اروپايي هیوادونو په صف کښې ولاړ دي او هغوې ته تسلیم شوي دي.