د پاکستان شل زره زیارتوال ایران ته رسیدلي دي
د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان او بلوچستان ولایت د حسيني اربعین د کمیټۍ ویاند وویل: له تیرو دوو میاشتو راهسې تراوسه د حسیني اربعین د پاکستان شل زره او یوسل دوه پنځوس زیارتوال له میرجاوه او ریمدان سرحدونو څخه ایران ته راننوتلي دي.
د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د حسیني اربعین د کمیټۍ ویاند جواد قنبري نن له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل د پاکستان یولس زره او دوه سوه اوه نوي زیارتوال د دشتیاري ولسوالۍ له ریمدان سرحدي لارې او اته زره اته سوه پینځه پنځوس زیارتوال د میرجاوه ولسوالۍ له سرحدي لارې دغه ولایت ته رسیدلي دي.
قنبري په دې خبرې باندې ټینګار سره چې همدا اوس د ولسي ډلو او بیلابیلو ادارو په زیار سره د سیستان و بلوچستان ولایت په دوو سرحدي ټرمینلونو کښې د زیارتوالو د اسانتیا لپاره ټول ضروري امکانات برابر شوي دي وویل له مخکې میاشتو راهسې له ریمدان او میرجاه سرحدي لارو څخه د حسیني اربعین د زیارتوالو د راننوتلو لپاره پروګرامونه ترسره شوي دي او په دغو دوو سرحدونو په تیره بیا ریمدان سرحد کښې ضروري بیخ بنایانې جوړې شوي دي.
د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د حسیني اربعین د کمیټۍ ویاند جواد قنبري ډاګینه کړه: په سرحدونو کښې ګڼې ګوڼې ته په پام سره د پاکستان زیارتوال به لومړۍ له عراق سره د پاکستان لویدیځو سرحدونو ته ورنشي او هغوې مشهد او قم ته استول کیږي.
له تیرو ورځو راهسې د عراق کربلا ته د حسیني اربعین د زیارتوالو ورتلل پیل شوي چې ځانونه حسیني اربعین ته ورسوي.