ملګري ملتونه د یمن پرضد سمندري غلا پاې ته ورسوي
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن ولسي جرګې وویل ملګري ملتونه د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف سمندري غلا پاې ته ورسوي.
د یمن ولسي جرګې نن په یوې بیانیې کښې وویل مونږ د یمن د استعفا شوي حکومت د څرګندولو په هکله د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف ته د اړونده رسنیو ګډې وډې خبرې چې وايي حکومت د یمن بندرونو ته د تیلو د کشتیو د ورتلو مخه نه نیسي او د دغو کشتیو د ورتلو لپاره د ملګروملتونو له غوښتنې سره موافق دي غندو.
د یمن پارلمان وویل د یمن استعفا شوي حکومت یوازې په یمن باندې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د تیري لپاره د زمینې په جوړولو او د یمن د شتمنیو په چورتالان کولو بسنه نه ده کړي بلکې قبوله کړي یې ده چې د یمن د ملت ګټو ته د تاوان د رسولو لپاره د تیریګر ائتلاف سوارلۍ ووسي.
د یمن ولسي جرګې ټینګار وکړ مونږ د اقتصاد په برخه کښې د بیطرفۍ د سیاست د رعایتولو او د وسلې په توګه له تیلو څخه د استفادې د نه کولو او د یمن د خلکو پرضد د ډله ییزو سزاګانو د نه کارولو غوښتونکي یوو.