بندیز،ترهه ګري،جنګ او وینې بهول، د یواړخیز پالنې نړیوالې نتیجې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121258-بندیز_ترهه_ګري_جنګ_او_وینې_بهول_د_یواړخیز_پالنې_نړیوالې_نتیجې
ابراهیم رئیسي  ددې خبرې په کولو سره چې ملګري ملتونه باید،د قدرتمندو حکومتونو اداره نشي ټينګار وکړ؛بایکاټ،ترهه ګري،جنګ  او وینې بهیدا د یواړخیز پالنې  نتیجې دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 20, 2022 09:47 Asia/Kabul
  • بندیز،ترهه ګري،جنګ او وینې بهول، د یواړخیز پالنې نړیوالې نتیجې

ابراهیم رئیسي  ددې خبرې په کولو سره چې ملګري ملتونه باید،د قدرتمندو حکومتونو اداره نشي ټينګار وکړ؛بایکاټ،ترهه ګري،جنګ  او وینې بهیدا د یواړخیز پالنې  نتیجې دي.

د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر ابراهیم ریئسي چې د ملګروملتو د عمومی  اسمبلس په اوه اویایمې غونډې کې دګډون لپاره د دوشنبې په ورځې دیوه لوړروتبه پلاوي په مشرۍ نیویارک ته تللی،دخبریالانو په ټول کې ئې  په دغه سفر کې خپل پروګرامونه تشریح کړل.

ابراهیم رئیسي  ددې خبرې په کولو سره چې ملګري ملتونه باید،د قدرتمندو حکومتونو اداره نشي ټينګار وکړ؛بایکاټ،ترهه ګري،جنګ  او وینې بهیدا د یواړخیز پالنې  نتیجې دي.

 دهغې یواړخیز پالنې موضوع چې  امریکائې په اوسنی وخت کې بیلګه حسابیږي،تل د مخالفو هیوادونو له نیوکو او د متحده ایالاتو په اقداماتو او سیاستونو د نیوکه کونکو له  رټلو سره مخ ده. متحده ایالاتو په تیرو دوو لسیزو کې  دخپلو همدغو یو اړخیز پالو سیاستونو په لړ کې  د افغانستان او عراق  دنیولو پشمول دسیمه ایزو جنګونو په رامینځةکولو  او هم په سورئې کې ددغه هیواد د ولسی حکومت د نسکورولو په موخې سره د ترهه ګرو ډلوپه ګټه   په دخالت سره،په لویدیځي آسیا سیمې کې د ناکراریو او بې ثباتیو  او دترهه ګرۍ د پراختیا زمینه برابره کړه. د امریکا جنګونه په لویدیځي آسیا سیمې کې د لکونو خلکو د وژلو سبب شوي او په عین حال کې  له ترهه ګرۍ په تیره بیا  د داعش په څير له تکفیری ترهه ګروډلو  د دوي هراړخیز ملاتړونه،  په عراق او سورئې کې او  په ورپسې مرحلې کې په  افغانستان  کې دبې مخینې جنایتونو د رامینځةکیدا سبب شوي دي.د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر په وینا،ترهه ګري او هغه ملاتړونه  چې  له ترهه ګر بهیرونو څخه  کیږي،نن سبا په نړۍ کې د ډیرو زیاتو کډوالیو سبب شوي دي.

واشنګټن په تیره  د ډونالډټرمپ دکرغیړنې ولسمشرۍ په پړاؤ کې یو اړخیز پال کړچار ډير پراخ کړ او نه یوازې ئې  د چین په څير د امریکا له سیالو سره  دتجارتي او سیاسی ډغرې  ډګر ته وارد کړ، بلکې حتی له خپلو اروپائی شریکانو سره  ئې هم ډغره ووهله  او په دې توګه ئې له ناټو ورآخوا همپالنه ،د اطلس سمندر ددواړو خواؤ ترمینځ په ډغرې بدله کړه. یو مهم ټکی دا چې  دجوبایډن د ولسمشرۍ په پړاؤ کې  متحده ایالات  هم هماغه شان خپل یو اخیز پال کړچار پریښودلی نه دی  او پر دوام ئې ټينګار کوي.  ددې یو مثال، د اوکراین دجنګ په پلمه  د روسیې په ضد په اقداماتو کې دلویدیځ  دبلاک پر مشرۍ د واشنګټن ټینګار دی.

یوه هغه موضوع چې دامرکیا دیواړخیز پالنې په چوکاټ کې  مطرح کیږي،دنورو هیوادونو په ضد دیواړخیزو ،غیرقانوني او ظالمانه بندیزونو اعمالول دي.متحده ایالات په نړۍ کې تر ټولو ستر بندیز لګونکی هیواد حسابیږي او دخپل بهرني سیاست  دموخو په لړ کې  دنورو هیوادونو په ضد د ډول ډول بندیزونو  په لګولو کې تر ټولو لویه مخینه لری. که څه هم  د نورو هیوادونو په ضدد امریکا بندیزونه  په مختلفو سیاسی،تجارتي،امنیتي  او حتی  د بشری حقوقو په په پلمو سره  اعمالیږي، له دغو ټولو سره سره، له ظاهري دلیلونو ورتیر،ددغه کرغیړن کړچار ددوام اصلی دلیل، د واشنګټڼ د ګټو تعقیبول دي.

د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر په دې باب وائي،دبندیز موضوع،د یوې هغې حربې په توګه چې ستر قدرتونو په لاس کې ده ، ددې لپاره چې  وغواړي ،پر ملتونو دباؤ راوړي او  دنورو هیوادونو په وړاندې به هم متقابل چلند وکړي او ددغې قضیې نتیجه  دا ده چې  په سولې او آرامښت او امنیت سره  په تضاد کې دي  او یو ډول به  ملتونو ته تاوانونه ورسوي اودغه راز به تاوان وکړي.

ملګروملتو هم په کرتو ، په تیره بیا دکرونائي بحران په پړاؤ کې  دامریکا په وسیله  د یواړخیزو بندیزونو په اعمالولو نیوکې کړي  او اساسی،روغتیائي او درملیزو  شیانو  ته دهغو هیوادونو چې بندیزونه پرې لګیدلي دي ، دلاس رسي  د آسانولو په خاطر  ئې د لغوه کولو اویا کمولو غوښته کړې ده.

داسې ښکاري  د امریکا د یواړخیزو بندیزونو ویجاړونکو اغیزو ته په پام سره ، ددغو بندیزونو په ضد یوه نړیوال ائیتلاف پشمول دبایکاټ شوو هیوادونو د یوموټي چلند او مقابلې ضرورت دیڅو واشنګټن  دنړۍ یو موټي دباؤنو ته په پام سره په دې زمینې کې بیا کتنې ته مجبوره شي.