په ایران کې د کرونامنحوس ویروس نور ۲۵کسان قربانی کړل
(last modified Tue, 20 Sep 2022 11:03:30 GMT )
Sep 20, 2022 15:33 Asia/Kabul
  • په ایران کې د کرونامنحوس ویروس نور ۲۵کسان قربانی کړل

د هیوادونو درسمي احصایو په اساس  کروناویروس تر دې دمه په دنیا کې څه دپاسه  شپږ سوه اولس میلیون   او اوه لکه دیرش زره کسان ککړ کړي او دغه راز ددغه منحوس ویروس له امله   څه دپاسه شپږمیلیون پنځه لکه دوه دیرش زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه  ورکړی دی.

زمونږخبریال راپور راکړ، دایران د ورغتیائی چارو زوارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي ديو په تیرو شواروز کې په درست ایران کې د نورو پنځه ویشتو کرونائي ناروغانو په مړینې سره تر دې دمه په ټول ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر یولک څلورڅلویښت زره  درې سوه پنځه څلویښت کسانوته ورسید.

په راپور کې وئيل شوي دي،دتشخیص دنړیوالو معیارونو په اساس په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کروناویروس نورنهه سوه دوه نوي ککړکسان پیژندل شوي چې له دوي یو سل شپیته کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي او له دوي سره تر دې دمه په ایران کې دکرونائي ناروغانو شمیر اوه میلیون پنځه لکه څلورڅلویښت زه  نهه سوه تنو ته ورسید.

 

 

ټیګونه