د ایران پوځ د دښمانانو له دسیسو سره مقابلې ته تیار دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ په یوې خبر پاڼه کښې د خلکو د امنیت په ګډوډولو او د عمومي مالونو او ځایونو په ورانولو کښې د بلواګرو کسانو د حرکت د غندلو په ترڅ کښې ټینګار وکړ د پوځ کارکونکي د خپلو ملګرو په ملاتړ سره د دښمانانو له ډول ډول دسیسو سره د مقابلې لپاره چمتووالی لري.
د ایران د پوځ په بیانیې کښې ټینګار شوی دی نن سبا د اسلامي ایران دښمانان چې له اسلامي نظام سره د دښمنۍ په بیلابیلو ډګرونو کښې ناکامه شوي دي له هرې پلمې او له هرې حربې څخه د ایران د خلکو د ارامښت او هوساینې د له مینځه وړلو او په هیواد کښې د ناامنۍ او د بلوا د رامینځته کولو لپاره ګټه پورته کوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د بلواګرو کسانو د اقداماتو په سخت ډول د غندلو په ترڅ کښې یادونه وکړه د اسلامي ایران خپلواکۍ ، امنیت او اقتدار د لسګونو زره قدرمنو شهیدانو د وینې په برکت او په وسله والو ځواکونو کښې د ایران د ملت د غیرتمنو بچیانو د مجاهدت او د زړورتیا په رڼا کښې لاس ته راغلي دي او د ایران ستر ملت او وسله وال ځواکونه به هیڅ کله د ښمانانو ته اجازه ورنکړي چې له رامینځته شوي موقعیت څخه ناوړه استفاده وکړي.
د ایران پوځ په دغه بیانیې کښې ټینګار وکړ د پوځ ځواکونه د دښمانانو له بیلابیلو دسیسو سره د مقابلې لپاره چمتووالی لري او تر اخري شیبې پورې د دښمانانو د دسیسو په مقابل کښې د ایران د ملت د ګټو او دامنیت دفاع کوي.
د ایران ستر ملت به د بلواګرو کسانو د ناوړه اقداماتو د غندلو لپاره نن په ټول هیواد کښې مظاهرې کوي.