د اسلامي انقلاب پرضد د فتنه ګرو ارزو به پوره نشي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121380-د_اسلامي_انقلاب_پرضد_د_فتنه_ګرو_ارزو_به_پوره_نشي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د استخباراتو وزیر د سپیڅلي دفاع د اونۍ په مناسبت په یوه پیغام کښې ټینګار وکړ:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 23, 2022 11:13 Asia/Kabul
  • د اسلامي انقلاب پرضد د فتنه ګرو ارزو به پوره نشي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د استخباراتو وزیر د سپیڅلي دفاع د اونۍ په مناسبت په یوه پیغام کښې ټینګار وکړ:

 د استخباراتو وزارت اجمالا داخلي او خارجي فتنه ګرانو خبرداری ورکوي چې هیڅکله به د اسلامي انقلاب د سترو بریاو او د دیني ارزښتونو پرضد د هغوې سپیرې او ګډې وډې ارزګانې پوره نشي.

د ایران د استخباراتو وزیر حجت الاسلام سید اسماعیل خطیب د سپیڅلي دفاع د اونۍ په مناسبت وویل سپیڅلي دفاع د اسلامي ایران د شهید پاله ، غیرتمن او د ستر ملت د اتلواله د سرشیندنې او د تل پاتې حماسې یادونه کوي.

د ایران د استخباراتو وزیر د سپیڅلي دفاع د  اونۍ په مناسبت په خپل پیغام کښې ویلي دي: د امام زمان علیه السلام ګمنام عسکر د هیواد په سترې استخباراتي ټولنې او په استخباراتو وزارت کښې د مبارزې او د جهاد په سترې اډې کښې د ایران د ولایتمداره او ستر ملت ټولو پرګنو په تیره بیا د اسلامي مقاومت او سپیڅلي دفاع کښې د شهادت او د جهاد مخکښانو ته ډاډ ورکوي چې د دښمانانو ټولې  دسیسې به شنډې کړي.