امریکا د بشري حقوقو په هکله نصیحت نشي کولای
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د امریکا د باندنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن ټویټ پیغام ته په غبرګون کښې ولیکل: امریکا د هیواد دننه او د باندې د بشري حقوقو په دومره شرمونکي دوسیې سره څرنګه جرات کړی او ځان په بره اخلاقي دریځ کښې ویني او نړۍ ته نصیحت کوي؟
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي په یوه ټویټ پیغام کښې د امریکا د خارجه وزیر انتوني بلینکن ټویټ پیغام ته غبرګون وښود او ویې لیکل بلینکن باید یاد وساتي چې دې د داسې هیواد خارجه وزیر دی چې پولیسو یې یوازې په نهو میاشتو کښې اوه سوه دیرش کسان چې اکثره یې تورپوستي وو په ډزو سره وژلي دي.
کنعاني چافي په تیرې سه شنبې د مهسا امیني د مړینې په هکله د امریکا د اروپايي اتحادیې او د یو شمیر نورو هیوادونو د ځینو چارواکو لاسوهونکو دریځونو ته په غبرګون کښې د دغه غمجنې کورۍ او د هغې مور او پلار ته د تسلیت د ویلو په ترڅ کښې د دغه خواشینونکي پیښې په هکله د خارجي هیوادونو لاسوهونکي دریځونه وغندل او دغو هیوادونو ته یې سپارښتنه وکړه د بشري حقوقو له مقولې څخه له اوزاري استفادې او فرصت طلبۍ څخه ډډه وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ناصر کنعاني چافي په دې خبرې سره چې هغه هیوادونه چې په ټوله دنیا کښې د تاوتریخوالي او د جنګ د رامینځته کولو په اوږدې مخینې باندې پیژندل کیږي داسې توجیه او مشروعیت نلري چې نورو هیوادونو ته د بشري حقوقو په هکله نصیحت وکړي زیاته کړه د امریکا حکومت د اقتصادي ترهګرۍ او د زیات دباو د ماتي خوړلي سیاست په دوام سره د ایران د ملت د حقوقو تر ټولو ستر خلاف ورزی کونکی دی او نشي کولای په نا ثابتو شویو ادعاګانو او له دوکې ډکو دریځونو غوره کولو سره ځان د ایران د خلکو ملاتړی او په غم کښې شریک وښي.