ایران به هرډول تیري ته ویرونکی ځواب ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121416-ایران_به_هرډول_تیري_ته_ویرونکی_ځواب_ورکړي
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي په ملګروملتونو کښې د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر یائیر لاپید لاپو وهلو ته په غبرګون کښې وویل ایران ثابته کړي ده چې د هر ډول تیري په بڼه کښې به سمدستي ویرونکی ځواب ورکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2022 08:34 Asia/Kabul
  • ایران به هرډول تیري ته ویرونکی ځواب ورکړي

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي په ملګروملتونو کښې د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر یائیر لاپید لاپو وهلو ته په غبرګون کښې وویل ایران ثابته کړي ده چې د هر ډول تیري په بڼه کښې به سمدستي ویرونکی ځواب ورکړي.

ناصر کنعاني چافي زیاته کړه د نړۍ لومړي لمبر ترهګر لومړی وزیر یائیر لاپید د خپل مخکني ماتي خوړلي لومړي وزیر په تقلید کولو سره د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ له ټریبون څخه د ایران د ملت د ګواښلو او د نفرت د  رامینځته کولو لپاره استفاده وکړه او د اسرائیلو د عمل دغه دود روده د نړۍ لپاره ګواښ ده او یو ډول کلنګ اخیستل دي.

ناصر کنعاني  دغه راز د سپتمبر د میاشتې په دولسمه نیټه له خبریالانو سره په مرکه کښې هم د صهیونیسټ رژیم د هغه ادعا په هکله چې ویلي یې وو د ایران د اټومي پروګرام په هکله یې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته نوي اطلاعات ورکړي دي ویلي وو صهیونیسټ رژيم هیڅکله د خبرو اترو په بهیر کښې رغنده رول نه دی لرلی او د هغه ورانونکی رول تل روښانه و او دی.

د صهیونیسټ رژيم موقته لومړي وزیر یائیر لاپید په تیرې پنجشنبې ورځ د ملګروملتونو د عمومي ټولنې په غونډه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد ادعاګانې تکرار کړې او ویې ویل د تل اویو پرضد اټومي ګواښ شته.

هغه وویل که چیرې ایران اټومي وسلې لاس ته راوړي نو هغه به استعمال کړي.