د اټومي انرژۍ مشر د اټومي اژانس له مشر سره کتنه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121420-د_اټومي_انرژۍ_مشر_د_اټومي_اژانس_له_مشر_سره_کتنه_کوي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له مشر رافائیل ګروسي سره د کتنې او د سلامشورې لپاره د سویزرلینډ جینیوا ښار ته د خپل سفر خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2022 09:18 Asia/Kabul
  •  د اټومي انرژۍ مشر د اټومي اژانس له مشر سره کتنه کوي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له مشر رافائیل ګروسي سره د کتنې او د سلامشورې لپاره د سویزرلینډ جینیوا ښار ته د خپل سفر خبر ورکړ.

محمد اسلامي ټینګار وکړ:ایران د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز د تړون این پي ټي  د سیف ګارډ ضوابطو ته ژمن دی او هغه رعایتوي او په ویانا کښې په کلني اټومي کانفرنس کښې به د ایران د اسلامي جمهوریت دریځونه بیان  شي.

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي له ایران پریس خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل  کلنی اټومي کانفرنس د اسټریا په پلازمینې ویانا کښې ترسره کیږی او د ایران اسلامي جمهوریت پکښې ګډون کوي.

محمد اسلامي زیاته کړه مهمه او روښانه موضوع دا ده چې ټول هیوادونه حق لري د اټومي ټیکنالوژۍ په ډګر کښې فعالیت وکړي او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس منشور د ټولو هیوادونو لپاره سوله ییز اټومي ټیکنالوژۍ ته د لاسرسي په زمینه  کښې اسانتیا رامینځته کوي او د هغه ملاتړ کوي.

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي دغه راز وویل په تیرو شلو کلونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد تورونه او د ادعا وړ ځایونو اعلانول ټول جعلي دي او د ایران له حکومت سره هیڅ تړاو نلري بلکې د نورو هیوادونو د جاسوسۍ ادارو او د انقلاب ضد عناصرو د اطلاعاتو پراساس مطرح کیږي او هر ځل په نویو ادبیاتو سره بیانیږي.

محمد اسلامي وویل د هغوې هدف د ایران د اسلامي جمهوریت د پرمختګ سست کول یا ګډوډول دي او په دې زمینه کښې به حقیقتونه بیان شي.

د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي په دې خبرې سره چې په ویانا کښې د کلني اټومي کانفرنس د ترسره کیدا په بهیر کښې په اټومي انرژۍ نړیوال اژانس کښې د هیوادونو له استازیو سره بیلابیلې کتنې ترسره کیږی وویل د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس غوښتنې ته په پام سره به د اټومي اژانس له مشر رافائیل ګروسي سره کتنه وشي او هیله من یوو دغه خبرې اترې اسانتیا رامینځته کړي او مرسته وکړي چې د ادعا وړ بحث زر تر زره پاې ته ورسیږي.