د ایران ولسمشر له بلواګرو سره د چلند غوښتنه وکړه
(last modified Sat, 24 Sep 2022 10:48:57 GMT )
Sep 24, 2022 15:18 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر له بلواګرو سره د چلند غوښتنه وکړه

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د شهید محمد رسول دوست محمدي له کورنۍ سره په خبرو کښې د هیواد د امنیت او ارامښت له خرابونکو کسانو سره د پریکنده چلند پرضرورت ټینګار وکړ.

هغه د ایران د امنیت او د ارامښت له ګډوډنکو کسانو سره د پریکنده چلند پرضرورت باندې ټینګار سره وویل د امنیت د دفاع په ډګر کښې د شهید دوست محمدي له غیرت څخه ډک شتون د وخت پیژندنې د ولایت مدارۍ او له هیواد سره د مینې بیلګه ده.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي نن د شهید دوست محمد له کورنۍ سره په ټیلي فوني خبرو کښې د خپل تسلیت په ویلو او د دغه ستر شهید د کورنۍ د دلاسه کولو لپاره د هغه د شهادت له عاملانو سره  په پریکنده چلند او تعقیبونې ټینګار وکړ.

هغه وویل د اسلامي ایران او د ایران د شریف ملت امنیت د شهید دوست محمدي په شان د زرګونو شهیدانو د وینې او مجاهدت په وجه دی او د ایران ملت او حکومت د زړه له کومې د دغه امنیت او د دغه ډګر د ټولو مجاهدانو او مدافعانو په قدر پوهیږي.

بل خبر دا چې د ایران د اصفهان د علمیه حوزې علماو ، روحانیونو ، فضلاو او طلباو د بلواګرو کسانو د اقداماتو او د جنایتونو د غندلو لپاره مظاهرې وکړه.

طلباو او روحانیونو مړه دې فتنه ګران ، مړه دې منافقین ، مړه دې وي بلواګر ، مړه دې امریکا او مړه دې د ولایت فقیه مخالفان په شان شعارونو سره د اسلامي ارزښتونو او انقلاب څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

 

ټیګونه