ایران د اوکراین په فیصلې خواشینۍ څرګنده کړه
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ډيپلوماټیکو اړیکو په هکله د اوکراین د حکومت په فیصلې باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره دغه فیصله د نا تائید شویو راپورونو پراساس او د خارجي لورو د رسنیو د فضا جوړونې له کبله وبلله.
د اوکراین خارجه وزارت پرون وویل هغه څه ته په غبرګون کښې چې روسیې ته د ایران د جوړو بې پایلوټه الوتکو انتقالول بلل شوي دي کي یف له تهران سره خپلې اړیکې کموي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د روسیې او د اوکراین په شخړې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت فعال بې طرفه روښانه سیاست ته په اشارې سره له جنګ سره د ایران پرمخالفت او له تاوتریخوالي لیرې د اختلافاتو په سیاسي ډول په حل کولو ټینګار وکړ او ویې ویل په تیرو څو میاشتو کښې د اوکراین او د روسیې له خارجه وزیرانو سره د ایران د بهرنیو چارو د وزیر ډیرې کتنې او خبرې اترې د کړکیچ له حل سره د مرستې په لړ کښې وبللې.
د ایران دغه ډيپلوماټ د اوکراین حکومت ته سپارښتنه وکړه له دریمګړو لورو څخه له اغیز منلو څخه چې د دواړو هیوادونو د اړیکو د خرابولو هڅه کوي ډډه وکړي.
اوکراین او امریکا د ایران اسلامي جمهوریت روسیې ته د وسلو په استولو تورن کړی دی داسې ادعا چې ایران هغه رد کړي ده.