د ایراني ملت له حقوقوددفاع مدعیان بشري ضد بایکاټونه ختم کړي
د اسلامی ایران په وړاندې د لویدیځ او امریکاپه دوه ګوڼی کړچار په نیوکې سره وویل د ایران په وړاندې د دښمنانو کړچار تل له دوه ګوڼه معیارونو او نفاق سره یوځای دی او په روستیو بلواګانوکی د امریکا سیاسی مشرانو او ځینو اروپایی مشرانو ، د هغو رسندویو او د لویدیځ د ملاتړ وړ دښمنو فارسي رسندویو له بلوه ګرو او د ملت د امنیت له خرابونکیو په ملاتړ کې ډیرې زیاتې هلې ځلې وکړې خو له نظام او خپل هیواد په ملاتړکې په واټونو کې د میلیونونو ایرانی ولس شتون باندې یې سترګې پټې کړې .
د ایران د خارجه وزارت ویندوي ناصر کنعانی چافی د اسلامی ایران په وړاندې د لویدیځ او امریکاپه دوه ګوڼی کړچار په نیوکې سره وویل د ایران په وړاندې د دښمنانو کړچار تل له دوه ګوڼه معیارونو او نفاق سره یوځای دی او په روستیو بلواګانوکی د امریکا سیاسی مشرانو او ځینو اروپایی مشرانو ، د هغو رسندویو او د لویدیځ د ملاتړ وړ دښمنو فارسي رسندویو له بلوه ګرو او د ملت د امنیت له خرابونکیو په ملاتړ کې ډیرې زیاتې هلې ځلې وکړې خو له نظام او خپل هیواد په ملاتړکې په واټونو کې د میلیونونو ایرانی ولس شتون باندې یې سترګې پټې کړې .
ناضر کنعانی د امریکا د خارجه وزیر بلینکن دوې ورځې مخکې ټویټ ته په اشارې سره وویل امریکا د هیواد په داخل او بهر کې د بشري حقوقو په شرمونکی مخنیې سره څرنګه دا جرات کړی او ځان په لوړ اخلاقی دریځ کې وینی او دنیا ته نصیحت کوی . بلینکن باید دا یاد ولرلې شی چی هغه د داسې هیواد خارجه وزیر دې چی پولیسو یې یوازې په نهو ماشتو کې ۷۳۰ کسان چی زیاتره یې تورپوستي دی ، وژلی دي .