ایران دپاکستان له ملت او حکومت سره خواخوږي څرګنده کړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121536-ایران_دپاکستان_له_ملت_او_حکومت_سره_خواخوږي_څرګنده_کړه
د ایران د خارجه وزارت ویندوی ناصر کنعانی چافی د پاکستان د پوځ د هیلی کاپټر په نسکوریدا او د یوشمیر پرسنلو په وژل کیدا پسې د دغه هیواد له حکومت او ملت سره خواخوږي څرګنده کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 27, 2022 10:56 Asia/Kabul
  • ایران دپاکستان له ملت او حکومت سره خواخوږي څرګنده کړه

د ایران د خارجه وزارت ویندوی ناصر کنعانی چافی د پاکستان د پوځ د هیلی کاپټر په نسکوریدا او د یوشمیر پرسنلو په وژل کیدا پسې د دغه هیواد له حکومت او ملت سره خواخوږي څرګنده کړه .

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د يوې پوځي چورلکې د نسکوریداله امله د ۲ پیلوټانو په ګډون ۶پوځیان وژل شوي. د پاکستان د پوځ په یوه اعلامیه کې راغلي،چې دا پېښه د تخنيکي ستونزې له امله رامنځته شوې ده.

ښاغلی ناصر کنعاني چافي همداراز د قربانیانو له کورنیو ، د پاکستان له پوځ ، ملت او دولت سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره د وژل شویو کسانو لپاره د رحمت او مغفرت دعا وکړه .