د "شهاب" ډرون مخ کتنه وشوه
د شهاب په نامه د روزنې بې پایلټه الوتکه په وړومبي ځل د ایران د اسلامي جمهوریت د هوايي ځواکونو د اقتدار په نندارتون کښې نندارې ته وړاندې شو
د العالم خبري آژانس د خبر له مخې، د مقدسې دفاع د اونۍ د لمانځنې په ورځو کښې د شهید لشکري په وړومبۍ شکاري اډه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د هوايي ځواک د اقتدار په نندارتوون کښې د «شهاب» په نامه روزنیز ډرون مخکتنه وشوه.
شهاب بې پایلټه الوتکه چې د معلومونې قابلیت هم لري، ۱۱ زره فُټه الوت کوي او د الوت موده یې ۸ ساعته ده. د روزنیزو فعالیتونو لپاره د دغه ډرون د الوت شعاع ۱۰ کیلومیټره ده، که څه هم دغه ډرون د پيژندنې او معلومونې د ماموریت لپاره د ۲۰۰ کیلومیټره واټن پورې د پروازي شعاع قابلیت لري.
شهاب ډرون د «سفیر» روزنیز ډرون اپ ډیټ شوی ډول دی چې د روزنې له فعالیتونو سره متناسب جوړ شوی دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د هوايي ځواک د اقتدار نندارتون چې د مقدسې دفاع په مناسبت پیل شوی دی، د دغې اونۍ تر پاې یعنې د تلې تر اوومې نیټې به د عامه خلکو لپاره خلاص وي.