د ترهګرو ډلو راڅرګندیدل د افغانستان لپاره جدي ګواښ دی
(last modified Wed, 28 Sep 2022 23:22:38 GMT )
Sep 29, 2022 03:52 Asia/Kabul
  • د ترهګرو ډلو راڅرګندیدل د افغانستان لپاره جدي  ګواښ دی

ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د نمایندګۍ مرستیالې او سفیرې میرمن زهرا ارشادي ترهګرۍ او د ترهګرو ډلو راڅرګندیدل د افغانستان او د دغه هیواد د ګاونډیانو او د سیمې او د نړیوالې ټولنې لپاره یو جدي ګواښ وباله.

هغې چې د افغانستان په موضوع سره یې د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډې کښې وینا کوله په افغانستان کښې له داعش سره د اړونده ترهګرو ‌ډلو د راڅرګندیدا په هکله راپورونه اندیښمنونکي وبلل او ټینګار یې وکړ د افغانستان د طالبانو چارواکي باید له ترهګرۍ سره مبارزې کولو ته ژمن او د ډيپلوماټیکو ځایونو د ملاتړ لپاره ټولو ګامونو ته تضمین ورکونکي ووسي.

په ملګروملتونو کښې د ایران د نمایندګۍ مرستیالې او سفیرې میرمن زهرا ارشادي وویل افغانستان نور باید د داعش او د القاعده ډلو لپاره په امن ځاې بدل نشي.

هغې زیاته کړه په افغانستان کښې د ځینو  کسانو او د ځینو ارګانونو پرضد بایکاټونه باید له افغانستان سره د پراختیا ، د انساني او اقتصادي زمینو کښې د ملګرتیا په وړاندې خنډ ونه وسي.

هغې د افغانستان طالبانو ته یادونه وکړه چې په خپلو نړیوالو ژمنو په تیره بیا د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره چې د افغانستان د څو قومیتي ټولنې منعکسونکی وي په بیا بیا غوښتنو عمل وکړي.

زهرا ارشادي ټینګار وکړ یوازې د افغانستان له ټولو خلکو څخه جوړ شوی حکومت کولای شي د خلکو حقوق تضمین کړي او د هغو حفاظت وکړي.

هغې له نشه ییزو موادو سره د مبارزې په لاره کښې د ایران د اسلامي جمهوریت مادي او معنوي لګښتونو او دغه راز د افغانستان د میلیونونو ښاریزو کوربه توب ته په اشارې سره وویل د یوه ګاونډي په توګه ایران له خپلو سرچینو او ظرفیتونو څخه د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره استفاده کړي ده.

زهرا ارشادي وویل نور هیوادونه هم باید د افغانستان کډوال ومني.