مولوي عبدالحمید د زاهدان له پرونیو پيښو برائت اعلان کړ
Oct 01, 2022 04:11 Asia/Kabul
د زاهدان د مسجدِ مکي ملا امام: هغه څه چې ټولنه ورته اوس ضرورت لري، د ارامښت ساتنه ده او خلک دې له راپاریدو ډډه وکړي.
د زاهدان د اهل سنتو د ستر او مرکزي جومات، مسجدِ مکي ملا امام وویل: د سیستان و بلوچستان په تیره بیا د زاهدان ولسوالۍ خلک دې د دښمنانو په پروپاګنډو ونه غولیږي او د ارامښت په ساتلو سره دې د رامینځته شویو ستونزو په هواري کښې مرسته وکړي
د ایران د خبر له مخې «مولوی عبدالحمید اسماعیل زهی» پرون مازیګر په یوې ټیلیویژني مرکه کښې زیاته کړه: رامینځته شوې پيښه ډیره ترخه او ناګواره ده او دا پیښه باید وڅیړله شي ترڅو معلومه شي چې په دې کښې د چا لاس دی.
هغه وویل: هغه څه چې ټولنه ورته اوس ضرورت لري، د ارامښت ساتنه ده او خلک دې له راپاریدو ډډه وکړي.
ټیګونه