د ډانمارک سفیر د ایران خارجه وزارت ته احضار کړی شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121992-د_ډانمارک_سفیر_د_ایران_خارجه_وزارت_ته_احضار_کړی_شو
ایرنا خبري اژانس وايي په ډانمارک کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په سفارت باندې په چاقو سره د یوه وسله وال یرغلګر له حملې وروسته په تهران کښې د ډانمارک سفیر د ایران خارجه وزارت ته احضار کړی شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2022 00:22 Asia/Kabul
  • د ډانمارک سفیر د ایران خارجه وزارت ته احضار کړی شو

ایرنا خبري اژانس وايي په ډانمارک کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په سفارت باندې په چاقو سره د یوه وسله وال یرغلګر له حملې وروسته په تهران کښې د ډانمارک سفیر د ایران خارجه وزارت ته احضار کړی شو.

په ګوپن هیګن کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په سفارت باندې په چاقو سره د یوه وسله وال یرغلګر له پرون ورځې حملې وروسته چې د ایران سفیر ته یې ګواښ کاوه د سفارت یو ځايي کارکونکی ژوبل شوی او د سفارت ګاډو ته تاوان هم رسیدلی دی د ایران د خارجه وزارت د لویدیځې اروپا د چارو مرستیال لخوا د ډانمارک سفیر احضار کړی شو.

په دغه کتنې کښې د ډانمارک سفیر ته د ایران د ډيپلوماټانو او د  سفارت د امنیت د نه تامینولو په  هکله د ایران رسمي اعتراض اعلان شو.

د ډانمارک سفیر په ځواب کښې د رامینځته شوي پیښې په هکله د بښنې په غوښتلو سره ټینګار وکړ له دغه پیښې وروسته امنیتي تدبیرونه پیاوړي شوي او هغه به دوام ولري او زه به د ایران اعتراض زر د خپل هیواد چارواکو ته ورسوم.