ورځپانو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122202-ورځپانو_ته_کتنه
د ایران خارجه وزیر ښاغلی عبداللهیان ویلی دی اروپایان دې د ایران په داخلی چارو کې لاسوهنه نه کوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 12, 2022 11:28 Asia/Kabul
  • ورځپانو ته کتنه

د ایران خارجه وزیر ښاغلی عبداللهیان ویلی دی اروپایان دې د ایران په داخلی چارو کې لاسوهنه نه کوي

 

اطلاعات

اطلاعات ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د نورو مطلبونو ترڅنګ د اسلامی ایران  دولسمشر سید ابراهیم رییسی له قوله لیکلی دی چی د ایران امنیت او اقتدار د ملت د مقاومت او شهیدانو د مجاهدتونو پامته داره دی .

 نوموړی ورځپاڼۍ د فارن افیرز دغه خبره هم راخیستی ده چی لیکی له سوریې د امریکا د وتلو وخت رارسیدلې دې . ورځپاڼه زیاتوی چی په سوریه کې د امریکا پوځی شتون نوره یوه سټراتیجیکه شتمنۍ نه حسابیږی بلکې د تاوان سبب کیږی ځکه چی هره ورځ چی تیریږی په سوریه کی امریکایی عسکرو ته زیات خطرات رامینځته کیږی .

د ایران په کرمان ولایت کې د صهیونیسټي رژيم یو جاسوس ونیول شو . ورځپاڼه په دې هکله په یوه راپور کې لیکی د ایران د کرمان ولایت د څارنوالۍ مشر حجةالاسلام  ابراهیم حمیدي  په دغه ولایت کې د صهیونیسټ رژيم  دجاسوسي ادارې لپاره د جاسوسۍ په تور د یوه کس  دنیولو خبر ورکړ او وې وئيل ، تورن کس په دغه ولایت کې د  ورانکارو او امنیتی ضده اقداماتو دترسره کولو نیّت درلود چې  د سپاه پاسدارانو داطلاعاتو د ادارې په هوښیارۍ سره دغه دسیسه شنډه شوه .

 هغه زیاته کړې ده ، د سپاه پاسدارانو  دامام الزمان دګمنامو مامورانو په پراخو اطلاعاتي او تخنیکي  اقداماتو پسې دغه کس  چې په کرمان ولایت کې ئې امنیتی ضده اقداماتو دترسره کولو نیّت درلود له اقدامه مخکې ونیوۀ. د کرمان ولایت د څارنوالۍ مشر  ددې خبرې په کولو سره چې  دغه نیول شوی کس په ایران کې د تجارت او آزاد کاروبار په پوښښ سره فعالیت درلود،ووئيل، تورن کس مختلفو هیوادونو ته په څو سفرونو کې د اطلاعاتي افسرانو سره د ارتباط له لارې د ورانکارو او امنیتي ضده  اقداماتو لپاره ټرینینګ هم کړی  چې وروستی سفر ئې  یوه ګاونډي هیواد ته  کړی دی.

د لبنان د حزب ا... مشر سید حسن نصرا... ویلی دی مسلمانان باید په علمی توګه وحدت او پیوستون ولري . د لبنان دحزب ا...ولسی غورځنګ  عمومی منشي سید حسن نصر ا... د وحدت  اونۍ په مناسبت  پخپلې  یوې وینا کې  ددې خبرې په کولو سره چې  حضرت امام خمینی  د پیغمبر اکرم(ص) د نیکمرغه میلاد د ورځې په سر  داختلاف ځاي ، په مسلمانانو کې د اتفاق او اجماع په ځاي بدل کړ او د  ربیع الاول  له دولسمې د ربیع الاول تر اولسمې نیټې پورې ئې یو پَل جوړ کړړ  چې  د  اسلامی  وحدت داونۍ په نامې سره  نوموړلی دی ووئیل، مسلمانان باید  په  عملی بڼه وحدت او پیوستون ولرل شي او په ګډو ټکو ټيڼګار وکړي ،نه په اختلافاتو یا دا چې په اختلافی  دریځونو کې یو بل درک کړي .

رسالت ورځپاڼه

د ایران خارجه وزیر ښاغلی عبداللهیان ویلی دی اروپایان دې د ایران په داخلی چارو کې لاسوهنه نه کوي  . ښاغلی  حسین امیر عبداللهیان  د فرانسې له خارجه وزیرې سره په خبرو اترو کې  د ایران په کورنیو چارو کې د  اروپا په مداخلت په سختو نیوکو سره ددغه بهیر دوام په باب میرمن کاترین  کولونا  ته خبرداری ورکړ .

ترکیې ته د ایران د ګازو صادرات له سره پیل شول .

امریکا او اروپا د الوتکو د پرزو او سونګو په حوزه کی ایران پرضد نوی بایکاټونه ولګول .

د  ایران امنیت له هیڅ یوې موضوع سره  نه بدلیږي . د ایران  داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دسمندري ځواک قوماندان امیرالبحر علی رضا تنګسیري  په تهران کې  دیره د نورو هیوادونو له  پوځي آتاشو سره په کتنې کې  وويل  د هیواد امنیت هیڅکله هم د معاملې وړ نه دی  او هرڅوک  وغواړي ، دایران  امنیت ته کوم تاوان ورسوي ،نو د ایران د اسلامی جمهوریت  د وسلوال ځواک له غاښ ماتونکي او پښمانه کونکي ځواب سره به مخامخ شي.

د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي سبا قزاقستان ته ورځی .

سپینه ماڼۍ وایی بایډن له عربستان سره په اړیکو کې بیا کتنه کوی .