امریکا په ایران کښې د بلواو مدیریت کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122360-امریکا_په_ایران_کښې_د_بلواو_مدیریت_کوي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان برید جنرال حسین سلامي په ایران کښې وروستیو بلواو ته په اشارې سره وویل امریکا دغه بلواوې مدیریت کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 16, 2022 07:31 Asia/Kabul
  • امریکا په ایران کښې د بلواو مدیریت کوي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان برید جنرال حسین سلامي په ایران کښې وروستیو بلواو ته په اشارې سره وویل امریکا دغه بلواوې مدیریت کوي.

هغه وویل لویدیځو هیوادونو د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب له وخت راهسې تراوسه د ایران له اسلامي جمهوري نظام څخه شرمونکي ماتي خوړلي دي او اوس د دغو ماتیو د جبرانولو هڅه کوي.

حسین سلامي ټینګار وکړ د ایران دوښمانانو په وروستیو پیښو کښې د فعالیت لپاره نوی ډګر پیدا کړی دی او د بلواو مدیریت له امریکا سره دی.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي د دوښمانانو هدف ځوان نسل په تیره بیا زده کونکي او محصیلین وباله او ویې ویل دوښمانانو د ایران د اسلامي جمهوري نظام د  کمزوري کولو لپاره ډیرې حربې عملي کړې او اخري حربه یې ځوانانو ته دوکه ورکول دي چې دغه پلان هم له ماتي سره مخامخ کیږي.

د مهسا امیني د مړینې په پلمه په ایران کښې د وروستیو بلواو رامینځته کیدل یوځل بیا سبب شول چې د ایران د اسلامي جمهوریت  خارجي دوښمانان له هغو د ایران په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې او ډیرو بلواو ته د خلکو د لمسولو لپاره د یوه فرصت په توګه استفاده وکړي.