د سپاه پاسدارانو دمځکني ځواب داقتدارمانوره نن په ارس سیمې کې پيلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122396-د_سپاه_پاسدارانو_دمځکني_ځواب_داقتدارمانوره_نن_په_ارس_سیمې_کې_پيلیږي
 د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو مځکنی ځواک د سپاه پاسدارانو دټولګې په پنځو کې یو هغه ځواک دی چې دڅه دپاسه یولک فعال ځواک په درلودلو سره  دسپاه پاسدارانو یوه اصلی برخه جوړوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 17, 2022 01:53 Asia/Kabul
  • د سپاه پاسدارانو دمځکني ځواب داقتدارمانوره نن په ارس سیمې کې پيلیږي

 د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو مځکنی ځواک د سپاه پاسدارانو دټولګې په پنځو کې یو هغه ځواک دی چې دڅه دپاسه یولک فعال ځواک په درلودلو سره  دسپاه پاسدارانو یوه اصلی برخه جوړوي.

مهر خبری آژانس راپور ورکړ، د ایران د اسلامی  انقلاب د سپاه پاسدارانو د مځکني ځواک قوماندان سردار محمد پاکپور پرون په یولړ څرګندونو کې په دوشنبې سهار د ایران  په شمال لویدیځ کې په ارس عمومي سیمې کې د سپاه پاسدارانو دمځکني ځواک  د اقتدار  دمانورې د اصلي مرحلې د پیلیدا خبر ورکړ.

سردار محموپاکپور  ووئیل، دسپاه دمځکني ځواک د عاشورا غونډ په چورلیزتوب سره د ارس په  عمومي سیمې کې داقتدار  دمانورې اصلي مرحله په اردبیل او آذربایجان شرقي ولایتونو کې ترسره کیږي. دهغه په وینا، کمانډوئي هلی برن عملیات،دشپې مهال عملیات ، دچورلکو جنګی عملیات، د جنګي او خودکش  ډرونز عملیات او همداراز د ارس سین  دپاسه د پل جوړول، د مواصلاتي لارو نیولل او کنټرولول  او د لوړو فتح کول او یرغلیز عملیات  ددغې مانورې مختلفې برخې دي .

 سردار پاکپور ددغې مانورې ترسره کیدا ،  د سپاه د مځکني ځوا د جنګي چمتووالي لوړتیا او دکلنی پروګرام په اساس د ماموریّت اجرا وبلله.

 د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو مځکنی ځواک د سپاه پاسدارانو دټولګې په پنځو کې یو هغه ځواک دی چې دڅه دپاسه یولک فعال ځواک په درلودلو سره  دسپاه پاسدارانو یوه اصلی برخه جوړوي.