ایران د افغانستان د امنیت لپاره له ټولو ظرفیتونو کار اخلي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د پاکستان او د ایران اړیکې ښې وبللې او په ټولو زمینو په تیره بیا د سیمې د امنیت په برخه کښې د تهران او د اسلام اباد د ملګرتیاو په پراختیا یې ټینګار وکړ.
د افغانستان په چارو کښې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي محمد صادق خان چې د افغانستان د بدلونونو په هکله د سلامشورې لپاره د ایران اسلامي جمهوریت ته راغلی دی پرون له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره کتنه او خبرې وکړې.
د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دغه کتنه کښې په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د پاکستان امنیت خپل امنیت ګڼي د ملګرتیاو لپاره چې د سیمې د امنیت د پیاوړتیا سبب کیږي د تهران چمتو والی اعلان کړ.
حسین امیر عبداللهیان په ایران کښې د افغانستان د څه د پاسه څلورنیم میلیونه وګړو شتون ته په اشارې سره چې څه د پاسه پینځلس لکه یې په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدا او د تیر کال له بدلونونو وروسته ایران ته راغلي دي په افغانستان کښې د سولې او د ثبات چې خپل هیواد ته د افغانستان د کډوالو د بیرته ستنیدا سبب کیږي ملاتړ وکړ او ټینګار یې وکړ د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کښې د سولې او د ارامښت د ټینګیدا او د دغه هیواد د خلکو د هوساینې لپاره له خپلو ټولو ظرفیتونو استفاده کوي.
حسین امیر عبداللهیان د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو د ځانګړي غونډې د ترسره کولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت چمتووالی اعلان کړ.
د افغانستان په چارو کښې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي صادق خان هم په دغه کتنې کښې د افغانستان د روانو بدلونونو او د دغه هیواد د حالاتو په هکله د اسلام اباد د لیدتوګو په بیانولو سره چې د داخلي دلایلو او د خارجي دباونو په وجه د افغانستان د خلکو د ژوند د سویې د کمیدا او د ناامنۍ د زیاتیدا سبب شوي دي د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا د ایران او د پاکستان او دغه راز د سیمې د هیوادونو د رغنده رول په اهمیت ټینګار وکړ.
هغه د سیمې د امنیت او د افغانستان د موضوع په هکله د ایران له چارواکو سره خپلو مثبتو سلامشورو ته په اشارې سره ټینګار وکړ ایران او پاکستان د افغانستان د نشه ییزو موادو د زیاتیدا، د ناامنۍ د ډیریدا ، د خلکو د ژوند د سویې د کمیدا او د کډولو د پراخې څپې په وجه د افغانستان له بدلونونو تر ټولو زیات اغیزمن دي.
صادق خان زیاته کړه د ایران او د پاکستان ملګرتیاوې کولای شي د افغانستان له خلکو سره د مرستې په ترڅ کښې د سیمې او د افغانستان د خلکو لپاره د بیان شوي حالت ورانونکي اغیزونه په اساسي ډول کم کړي.