د ایران په وړاندې رسندوئي ترهه ګري د دښمنانو نوي روده ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122634-د_ایران_په_وړاندې_رسندوئي_ترهه_ګري_د_دښمنانو_نوي_روده_ده
 د ایران د اسلامی جمهوریت د  اسلامی ارشاد او کلتور وزیر ووئيل،  اسلامی نړۍ دکلتوري ،رسندوئي ترهه ګرۍ او له اسلامه د ویرولو د پروسې په باب ګډه اندیښنه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 23, 2022 09:02 Asia/Kabul

 د ایران د اسلامی جمهوریت د  اسلامی ارشاد او کلتور وزیر ووئيل،  اسلامی نړۍ دکلتوري ،رسندوئي ترهه ګرۍ او له اسلامه د ویرولو د پروسې په باب ګډه اندیښنه لري.

د ایران داسلامی ارشاد اوکلتور وزیر محمد مهدي اسماعیلي پرون ناوخته د ترکیې په استانبول کې د اسلامی ملګرتیاموسیسې د کلتور او ارتباطاتو د وزیرانو په دولسمې غونډې څنډې کې،له اسلامی نړۍ په تیره بیا له ایران سره ددښمنانو د رسندوئي جنګ په باب د ایران پریس خبری آژانس د خبریالد پوښتنې په ځواب کې روښانه کړه،له اسلامه د ویرولو پروسې په تیرو دوولسیزو کې دکلتوري اورسندوئي تعامل لپاره یولړمشکلات رامینځة کړي دي.اسماعیلي ددې خبرې په کولوسره چې ایران کلونه کلونه  دکلتوری ګواښونو  او په همداوروستیو کې  د رسندوئي ترهه ګرۍ په عنوان سره له یوې لانوي ښکارندې سره مخامخ شوی دی ووئيل،په وروستیو پیښو کې د امنیتی جاسوسي ادارو په لارښونو سره یو بهرنی رسندوئي نظام،هڅه کوي  هغه کار چې د  فیزیکي ترور له لارې نه دي توانیدلي  ترسره ئې کړي، اوس ئې د رسندویو له لارې ترسره کوي.

 دایران د اسلامی ارشاد او کلتور وزیر  له رسندوي ترهه ګرۍ او ګواښونو سره دمقابلې په موخې سره  د اسلامی هیوادونو دملګرتیا  ګډه فضا او پوهیدا،په استانبول کې  دخپلو سلامشورو ترټولو مهم چورلیز  اعلان کړ او روښانه ئې کړه، د اسلامی هیوادونو  دارتباطاتو اوکلتور وزیرانو په دولسمې ناستې کې هڅه کړې ، له رسندوئي ګواښونکي وضعیّت څخه د وتلو لپاره  کومه لاره چاروه  وسنجوي. د ایران د کلتور اواسلامی ارشاد دچارو وز یر ټينګار وکړ، اسلامی ایران  د رسندویو له پلوه  هڅه کوي ، د اسلامی هیوادونو درسندوئي اوکلتوري مسئ،لانو د ملګرتیا او دداخلی ظرفیّتونو په زیاتولو سره درسانۍ په حوزې کې د سالامی هیوادونو مخه نیونکی اویرغلیز توان  او  له رسندوئي ګواښونو سره مقابله بشپړ او پياوړي کړي.

 داسلامی هیوادونو د  اطلاع رسونې د وزیرانو دولسمه غونډهد اکتوبر په ۲۱ او ۲۲ نیټو دترکیې په استانبول کې ترسره شوه.