د ایران په وړاندې رسندوئي ترهه ګري د دښمنانو نوي روده ده
د ایران د اسلامی جمهوریت د اسلامی ارشاد او کلتور وزیر ووئيل، اسلامی نړۍ دکلتوري ،رسندوئي ترهه ګرۍ او له اسلامه د ویرولو د پروسې په باب ګډه اندیښنه لري.
د ایران داسلامی ارشاد اوکلتور وزیر محمد مهدي اسماعیلي پرون ناوخته د ترکیې په استانبول کې د اسلامی ملګرتیاموسیسې د کلتور او ارتباطاتو د وزیرانو په دولسمې غونډې څنډې کې،له اسلامی نړۍ په تیره بیا له ایران سره ددښمنانو د رسندوئي جنګ په باب د ایران پریس خبری آژانس د خبریالد پوښتنې په ځواب کې روښانه کړه،له اسلامه د ویرولو پروسې په تیرو دوولسیزو کې دکلتوري اورسندوئي تعامل لپاره یولړمشکلات رامینځة کړي دي.اسماعیلي ددې خبرې په کولوسره چې ایران کلونه کلونه دکلتوری ګواښونو او په همداوروستیو کې د رسندوئي ترهه ګرۍ په عنوان سره له یوې لانوي ښکارندې سره مخامخ شوی دی ووئيل،په وروستیو پیښو کې د امنیتی جاسوسي ادارو په لارښونو سره یو بهرنی رسندوئي نظام،هڅه کوي هغه کار چې د فیزیکي ترور له لارې نه دي توانیدلي ترسره ئې کړي، اوس ئې د رسندویو له لارې ترسره کوي.
دایران د اسلامی ارشاد او کلتور وزیر له رسندوي ترهه ګرۍ او ګواښونو سره دمقابلې په موخې سره د اسلامی هیوادونو دملګرتیا ګډه فضا او پوهیدا،په استانبول کې دخپلو سلامشورو ترټولو مهم چورلیز اعلان کړ او روښانه ئې کړه، د اسلامی هیوادونو دارتباطاتو اوکلتور وزیرانو په دولسمې ناستې کې هڅه کړې ، له رسندوئي ګواښونکي وضعیّت څخه د وتلو لپاره کومه لاره چاروه وسنجوي. د ایران د کلتور اواسلامی ارشاد دچارو وز یر ټينګار وکړ، اسلامی ایران د رسندویو له پلوه هڅه کوي ، د اسلامی هیوادونو درسندوئي اوکلتوري مسئ،لانو د ملګرتیا او دداخلی ظرفیّتونو په زیاتولو سره درسانۍ په حوزې کې د سالامی هیوادونو مخه نیونکی اویرغلیز توان او له رسندوئي ګواښونو سره مقابله بشپړ او پياوړي کړي.
داسلامی هیوادونو د اطلاع رسونې د وزیرانو دولسمه غونډهد اکتوبر په ۲۱ او ۲۲ نیټو دترکیې په استانبول کې ترسره شوه.