د شاهچراغ د جنایت حکم ورکونکي او پلانونکي به کلک ځواب وویني
ایت ا... رییسي جوته کړه تجروبه ښی چی دایران دښمنان د استیصال او د ملت په لیکو کې د درز په رامینځته کولو کې د ناکامۍاو پرمختګ غچ په تاوتریخوالی او ترور سره اخلی . ده جوته کړه دغه شرارت به له پریکندهځواب پرته پاتې نشی .
د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د حضرت احمد ابن موسی (ع ) د حرم مطهر د زایرینو د شهادت په تسلیت ویلو سره په یوه پیغام کې وویل امنیتی ادارې به د دغه جنایت تر شا کسانوپه پیژندلو سره هغو ته پښیمانونکې او عبرا اخیستونکې ځواب ورکړي .
د ایران د اسلامي جمهوریت په شیراز ښار کښې په شاهجراغ سپیڅلي حرم کښې د ماښام د لمانځ په وخت یوه یا څوکسانولخوا په لمونځ ګزارو باندې په ټروریسټي حملې کښې تراوسه پینځلس کسان شهیدان شوي او څلویښت نور ژوبل شوي دي چې ځینې پکښې مرګي حاله دي.
د ایران چارواکو ویلي دي چې حمله کونکی ترهګر نیول شوی او درملنه یې روانه ده.
ایت ا... رییسي جوته کړه تجروبه ښی چی دایران دښمنان د استیصال او د ملت په لیکو کې د درز په رامینځته کولو کې د ناکامۍاو پرمختګ غچ په تاوتریخوالی او ترور سره اخلی . ده جوته کړه دغه شرارت به له پریکندهځواب پرته پاتې نشی .
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي هم د شاهچراغ د سپیڅلي حرم په ترهګرې پيښې کښې د شهید شویو کسانو کورنیو او ملت ته په تسلیت ویلو سره وویل د دښمن لخوا د وروستیو بلواو بهیر د خطرناکې لارې په لور روان دی او ترهګر بهیرونه له دغو پیښو د استفادې په حال کښې دي او خلک باید ځانونه له بلواو څنګ ته کړي او امنیتي ځواکونه هم سخته څارنه کوي.