د شیراز د ترهګرې حملې عاملان به سزا شي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ټینګار وکړ: په شیراز کښې د حضرت احمد بن موسي علیه السلام په سپیڅلي حرم کښې د بې رحمانه جنایت عاملان به یقینا سزا شي.
د شیراز ترهګره حمله چې داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې یې ذمه واري پرغاړه اخیستي ده د نړۍ بیلابیلو هیوادونو او ملګروملتونو غندلي ده.
په همدې لړ کښې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي پرون په یوه پیغام کښې د حضرت احمد بن موسی علیه السلام په سپیڅلي حرم کښې له بې رحمۍ څخه ډک جنایت ته په اشارې سره چې د ایران د لسګونو بې ګناه سړیو ، ښځو او د ماشومانو د شهادت او ژوبلیدا سبب شو ټینګار وکړ له غم څخه د دغه ډک جنایت عامل یا عاملان به یقینا سزا شي خو د ګرانو عزیزانو داغ او دغه راز د اهل بیت علیهم السلام د سپیڅلي حرم سپکاوی به د دغو غمیزو د جرړو له لټولو او د هغو په هکله له پوهې د ډک او د پریکنده اقدام له ترسره کیدا پرته جبران نشي.
هغه حضرت ډاګینه کړه مونږ ټول د اور رامینځته کونکي دوښمن او د هغه له خائنو یا جاهلو او غافلو عواملو سره په مقابلې کولو کښې یوشمیر دندې لرو؛د امنیت د ساتلو ادارې او قضايي قوه او د فکر او د تبلیغ د ډګر فعالان او ګران خلک باید د هغه ډلې په وړاندې چې د خلکو ژوند ، د هغوې امنیت او د هغوې سپیڅلیو ځایونو ته بې پامۍ او بې احترامۍ کوي په مقابل کښې په متحد ډول ودریږي.