امریکا د بشري حقوقو ملاتړي نشي کیدلای
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل: امریکا د داعش ډلې د ملاتړي په توګه د بشري حقوقو ادعا نشي کولای.
هغه پرون زنجان ولایت ته په سفر کښې په شیراز کښې د حضرت احمد بن موسی علیه السلام په سپیڅلي حرم کښې د ترهګرې حملې په غندلو او په دې خبرې سره چې داعش ډلګۍ د دغه خبیثانه او ذلیلانه اقدام ذمه واري پرغاړه اخیستي ده په دغه پوښتنې سره چې کومو هیوادونو داعش ډله جوړه کړه او کومو هیوادونو د دغه ډلګۍ ملاتړ وکړ او د سیمې ملتونه یې ووژل وویل نن سبا د ایران د خلکو او د دنیا د ازادي غواړو خلکو پوښتنه دا ده کله چې امریکا په رسمي ډول د داعش ډلې په جوړولو اعتراف کړی دی نو بیا په کوم ډول او په کومه خوله د انسان او د بشر د حقوقو د ملاتړ ادعا کوي؟»
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې د امریکا کارنامه له جنایتونو ډکه ده وویل د دنیا خلکو ولیدل امریکا چې د بشري حقوقو او د انسانیت ادعا کوي له ترهګرۍ سره د مبارزې اتل ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني شهید کړ.