کی یف د اروپا د ځینو اورپکوسیاستوالانو تراغیز لاندې ورنشی
امریکا په داسې حال کی چی د یوکرین جنګ له پیلیدا راهیسې یې تراوسه یوکرین ته د کابو اتلس میلیارډ ډالرو پوځی تجهیزات ورلیږلي دي ، مودې کیږی چی ایران د یوکرین په جنګ کې روسیې ته د ډرون الوتکو په ورلیږلو تورنوی چی د ایران چارواکو دا موضوع په کلکه رد کړی ده .
د اسلامي ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان له خپل اوکراینی همڅنګ دیمیتری کولبا سره په ټیلی فونی تماس کې په یوکرین کې د ایراني ډرون الوتکو د استفادې په اړه د مطرح شویو ادعاګانو د ردولو په ترڅ کې دغه هیواد ته سپارښتنه وکړه د اروپا د ځینو اورپکو سیاستوالانو تر اغیز لاندې ورنشی .
امریکا په داسې حال کی چی د یوکرین جنګ له پیلیدا راهیسې یې تراوسه یوکرین ته د کابو اتلس میلیارډ ډالرو پوځی تجهیزات ورلیږلي دي ، مودې کیږی چی ایران د یوکرین په جنګ کې روسیې ته د ډرون الوتکو په ورلیږلو تورنوی چی د ایران چارواکو دا موضوع په کلکه رد کړی ده .
امیر عبداللهیان هم د دغې ادعا په کلکه ردولو په ترڅ کې ټینګار وکړ اسلامي ایران د اته کلن تپلی جنګ تجروبه درلودلی ده او له دې امله په یوکرین ، یمن او داسې نورو ځایونو کې د جنګ مخالف دې .
ده جوته کړه مونږه له روسیې سره ۍې اړیکي لرو او له تیر وخت راهیسې مو وروسره دفاعي ملګرتیا درلودلی ده خو د یوکرین د جنګ په وړاندې زمونږ سیاست د هیوادونو مځکنی بشپړتیا ته درناوې ، ښکیلو لورو ته د وسلو نه ورلیږل ، د جنګ بندیدا او دخلکو د کډوالۍ ختمول دی .
دیمیتری کولبا هم په دغو ټیلی فونی خبرو کې د یوکرین پرضد په جنګ کې د کارولو لپاره د وسلو په نه استولوپه ټینګار د اسلامی ایران د دریځونو د ستاینې په ترڅ کې د دواړو هیوادونو د پوځی تخنیکی پلاویو خبرې اترې مهمې وبللې .