تهراني محصلینو په عزادارۍ سره د شاهچراغ حرم ترهګره پیښه وغندله
د تهران د پوهنتونونو محصلینو په راغونډیدو او د حضرت احمد بن موسی علیه السلام د حرم د ترهګرۍ پیښې په مناسبت د ویر او عزادارۍ د دستورو په جوړولو سره، په دغې پيښې کښې د خپلو یوشمیر وطنوالو شهادت وغنده
د تهران د پوهنتونونو محصلینو په راغونډیدو او د حضرت احمد بن موسی علیه السلام د حرم د ترهګرۍ پیښې په مناسبت د ویر او عزادارۍ د دستورو په جوړولو سره، په دغې پيښې کښې د خپلو یوشمیر وطنوالو شهادت وغنده
د تیرې اونۍ په چارشنبې یو وسله وال ترهګر په شیراز ښار کښې د شاه چراغ پاک حرم ته په ورننوتو سره هلته په موجودو زیارتوالو ډزې وکړې چې له امله یې ۱۳ تنه شهیدان او ۳۰ نور زخمي شول.
په دې لړ کښې په تهران کښې د پوهنتونونو محصلینو او استادانو د ماسپښین له لمانځه وروسته په تهران، امیر کبیر، شهید بهشتي، علم و صنعت، الزهرا او صنعتي شریف پوهنتونونو کښې د عزادارۍ د دستو په جوړولو سره دغه بوږنونکی ترهګر جنایت او له امله یې د یوشمیر وطنوالو شهادت او ژوبلیدل په کلکه وغندل.
ویرجنو محصلینو هم داشان د یادې پيښې د شهیدانو له کورنیو او پاتې کسانو سره خواخوږي وښودله.
هغوي ټینګار وکړ: بیشکه چې د ایران شریف ولس په تیره بیا پوهنتوني ټولنه په انقلابي بصیرت او د ملي پيوستون په ساتلو سره د امنیت له مدافعانو پریکنده ملاتړ کوي چې ظالمان، وهابیان او تکفیریان دې اسلامي ټاټوبي ته په بده سترګه ونه کتلې شي.