سیمه ایز میکانیزمونه په جنوبی قفقاز کې د تاوتریخوالیو حل لاره
امیر عبدالهیان له جیحون بایروف سره په ټیلی فونی تماس کې د دې خبرې په کولو سره چی ایران به د ارمنستان او اذربایجان جمهوریت ترمینځ د مشکل د اواری لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکړی ، زیاته کړه په سیمه کې د پردیو د هر ډول ځواک ځای پر ځای کیدا له سولې او ثبات اوسیمه ایزو ملګرتیاو سره په تضاد کې دې .
د ایران خارجه وزیر له خپل اذربیجاني همڅنګ سره په ټیلي فوني خبرو کې جوته کړه اسلامي ایران په قفقاز کې داختلاف د حل سمه لاره چاره په درې جمع درې غونډې او سیمه ایزو میکانیزمونوکې لټوي .
امیر عبدالهیان له جیحون بایروف سره په ټیلی فونی تماس کې د دې خبرې په کولو سره چی ایران به د ارمنستان او اذربایجان جمهوریت ترمینځ د مشکل د اواری لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکړی ، زیاته کړه په سیمه کې د پردیو د هر ډول ځواک ځای پر ځای کیدا له سولې او ثبات اوسیمه ایزو ملګرتیاو سره په تضاد کې دې .
په وروستیو اونیو کې د اذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمینځ پیل شوی تاوتریخوالي زیات شوي دي . دغه تاوتریخوالي د ستمبر له ۱۲ تر ۱۴ له اوربند مخکې پیل شوي او هر یو لورې بل د تاوتریخوالیو د سختولو ګناهکار بولی .
په عین حال کی د اروپا شورا تیره اونۍ اعلان وکړ ۴۰ اروپایی څارونکي یې د ارمنستان او اذربایجان جمهوریت په ګډه پوله کې د سولې د ټینګولو په هدف دغه هیواد ته ورلیږي . ټاکل شوی ده دغه ځواکونه د دواړو هیوادونو په پولوکې ځای پر ځای شی .
روسیې هم د دواړو هیوادونو په پوله کې د ډله ایز امنیت د تړون د سازمان د څارونکیو د ځای پر ځای کولو لپاره د چمتووالی خبر ورکړی دی . په همدې ارتباط ټاکل شوی ده د اکتوبر په ۳۱ د روسیې ارمنستان او اذربایجان جمهوریت مشران په سوچی کې کتنه وکړی .
دا په داسې حال کی ده چی په وروستیو کلونو کې تجروبې ښودلی ده چی د اروپایی اتحادیې په شان د بهرنیو لورو رول لوبول او لاس وهنه د قفقاز د کړکیچ په اواری کې اغیزمنه نه وه او د اختلافاتو د حل سبب نده شوی .
خو د ایران اسلامي جمهوریت د ګاونډی هیواد په توګه چی د قفقاز د بدلونونو په هکله یې انډول سیاست پرمخ نیولې دې ، د ارمنستان ، اذربایجان جمهوریت او روسیې په شمول په دغه سیمه کې له مختلفو لورو سره د پایداره سولې د ټینګولو په هدف سیاسي او امنیتي تعاملاتو ته دوام ورکوی .ایران د اذربایجان جمهوریت انو ارمنستان په شمول د هیوادونو له مځکنی بشپړتیا اوحاکمیت په ملاتړ ټینګار لری او دا کړچار خپل دایمي سیاست بولی .
د اسلامی ایران له نظره دغه تاوتریخوالې او اختلاف باید خپل ځای سیمه ایزو ملګرتیاو ته ورکړی او په قفاز کې د ټولو لورو د ګټود تامینولو سبب شی ، د خبرو اترو د پیلولو لپاره د حکومتو سیاسی اراده او له سیمه ایز چوکاټ استفاده ده چ د تاوتریخوالیو د ختمولو اود اختلافاتو له اواری سره مرسته کولې شی .
په همدې اساس ایران د سیمې د هیوادونو په پولو کې د هر ډول بدلون په نه منلو په ټینګار سره د قفقاز په هکله د درې جمع درې په شان د سیمه ایزو ملګرتیاو او خبرواترو له لارې د ارمنستان او اذربایجان جمهوریت د اختلافاتو د اواری غوښتونکې دې .
دایران خارجه وزیر هم له خپل اذربایجاني همڅنګ سره په ټیلي فوني خبرو کې یوځل بیا د اوسنیو کړکیچونود حل لپاره د سیمه ایزې ملګرتیا په ضرورت په ټینګار سره جوته کړه مونږه د سیمې امنیت له یوه بل سره تړلی مقوله بولو .