د ایران په څه د پاسه ۹۰۰ ښارونو کښې لاریونونه ترسره کیږي
زمونږ خبریال وايي د لړم د دیارلسمې نیټې د یوم الله د لمانځلو د کومیټۍ مشر وحید جلال زاده د ایران په څه د پاسه نهه سوه ښارونو کښې د لاریونونو د ترسره کولو خبر ورکړ.
د روان میلادي کال د نوامبر د میاشتې څلورمه یعني د لړم د میاشتې دیارلسمه نیټه په ایران اسلامي جمهوریت کښې له نړیوال استکبار سره د مبارزې ملي ورځ ده.
درې څلویښت کاله مخکې په همداسې ورځ یعني د نولس سوه نهه اویایم میلادي کال د نوامبر د میاشتې په څلورمه او د دیارلس سوه اته پنځوسم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په دیارلسمه نیټه د ایران محصیلینو د ایران د اسلامي انقلاب پرضد د امریکا په ډیرو دسیسو باندې اعتراض کښې په تهران کښې د امریکا د جاسوسۍ ځاله( سفارت) ونیوه.
د لړم د میاشتې دیارلسمه نیټه دغه راز د ایران د اسلامي انقلاب د تاریخ په دریو حساسو پړاونو کښې د دریو مهمو پیښو یادونه کوي.
درې مهمې پیښې د نولس سوه څلورشپیتم میلادي کال د نوامبر په څلورمه یعني د دیارلس سوه درې څلویښتم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په دیارلسمه نیټه ترکیې ته د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د جلاوطن کیدا ، د نولس سوه اته اویایم میلادي کال د نوامبر د میاشتې په څلورمه یعني د دیارلس سوه اوه پنځوسم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په دیارلسمه نیټه د پهلوي رژیم لخوا د ایران د زده کونکو د وژلې یعني د زده کوونکو د ورځ، او دایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د لارې د پیروۍ کونکو محصیلینو لخوا په تهران کښې د امریکا د جاسوسۍ د ځالې د نیول کیدا ښودنه کوي چې درې واړه پیښې د ایران د ملت له استکبار سره د مبارزې په بهیر کښې د بدلون پیچومی ګڼل کیږي.
د ایران د لړم د میاشتې د دیارلسمې نیټې د یوم الله د لمانځلو د کومیټۍ مشر وحید جلال زاده په یوه خبري کانفرنس کښې په تیرو څو اوونیو کښې د ایران په ځینو ښارونو کښې د بلواو د رامینځته کولو لپاره د دوښمانانو هڅې ته اشاره وکړه او ویې ویل د ایران ملت اجازه نه ورکوي چې دوښمن د هیواد په ملي وحدت باندې حمله وکړي.