اسلامی انقلاب د امریکا تش باؤؤ له چیلنج سره مخ کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123092-اسلامی_انقلاب_د_امریکا_تش_باؤؤ_له_چیلنج_سره_مخ_کړ
د لړم یا عقرب د میاشتې دیارلسمه  نیټه چې دنومبر له څلورمې نیټې سره برابره ده ، د ایران په اسلامی جمهوریت کې ؛له نړیوال استکبار سره دمبارزې؛ ملی ورځ ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 03, 2022 11:03 Asia/Kabul
  • اسلامی انقلاب د امریکا تش باؤؤ له چیلنج سره مخ کړ

د لړم یا عقرب د میاشتې دیارلسمه  نیټه چې دنومبر له څلورمې نیټې سره برابره ده ، د ایران په اسلامی جمهوریت کې ؛له نړیوال استکبار سره دمبارزې؛ ملی ورځ ده .

د ایران  د اسلامی جمهوریت دپوځ لوي درستیز سردار محمد باقري  په یولړ څرګندونو کې ووئیل،د ایران اسلامی نقلاب  د امریکا تش باؤؤ  له مشکل سره مخ کړی  او اوس درستې نړۍ ولیدل چې  دامریکا یواړخیز پالنه هم په ځوړتیا ده.

د لړم یا عقرب د میاشتې دیارلسمه  نیټه چې دنومبر له څلورمې نیټې سره برابره ده ، د ایران په اسلامی جمهوریت کې ؛له نړیوال استکبار سره دمبارزې؛ ملی ورځ ده .

دلړم دمیاشتې دیارلسمه نیټه  همداراز د ایران داسلامی انقلاب د تاریخ په مهم پړاؤ  کې  درې مهمې پيښې یادوي ، یوه ئې په همداسې ورځ ترکیې ته د   ارواښاد امام خمیني جلاوطني ،دوهمه د پهلوي رژيم دپوځيانو په لاس د زده کونکو وژله او دریم هم په تهران کې د محصیلینو په لاس امریکا سفارت یا دجاسوسۍ ځالې نیولل  دي.

فارس خبری آژانس راپور روکړ، د ایران داسلامی جمهوریت دپوځ لوي درستیز سردار محمد  باقري د لړم دمیاشتې ددیارلسمې ورځې په مناسبت یعني له نړیوال استکبار سره د مبارزې د ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې  دې ته په اشارې سره چې د نومبر څلورمه نیټه د اسلامی انقلاب په تاریخ کې د درو مهمو پیښو  ښودنه کوي چې  د  ایران داسلامی انقلاب په بریالیتوب  کې ئې غوره رول درلودلی دی ووئيل،که څه هم  د ایران دملت د استکباري ضد او خپلواکه انقلاب چې د امریکا او د هغو دتالی څټي حکومت د ویستلو سبب شوی ، ۴۴کلونه تیریږي،خو  دغه الهام بخښونکی انقلاب،اوس توانیدلی دی،په سیمې او نړۍ کې د امریکاچټي باؤؤ له چیلنج سره  مخ کړي.

سردار باقري دې ته په اشارې سره چې  نن سبا د امریکا د انګڼ دیوالونه هم په نړیدو دي روښانه کړه،ددغه هیواد  د ځوړتیا لپاره د امریکا پيژندل شوي موسیسې، نظره وړاندې کونکي او سټراټژيسټ ورځې شمیري او په دې په اعتراف سره  چې د امریکا په رهبرۍ یو قطبی  نظم خپلې وروستۍ شپې ورځې تیروي، په نزدې راتلونکي کې د هغې څو قطبي نړۍ  خبر ورکوي چې د ایران اسلامی جمهوریت  ئې یو اغیزشیندونکی لوبغاړی دی.