په سیمه کې هیڅ معادله دایران له موافق نظرپرته نه ترسره کیږی
د ایران ولسمشر نن په تهران کې له استکبار سره د مبارزې په ملی ورځ د خلکو په عظیمه غونډه کې د دې خبرې په کولو سره چی نن د سلطې د استکباری نظام سمبول امریکا ده و وویل امریکا ته نن ښه پته ده چی ایران په سیمه کې نفوذ لری او په سیمه کې هیڅ معادله دایران له موافق نظرپرته نه ترسره کیږی
د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسی دې ته په اشارې سره چی د ایران ستر ملت په خپل پرتمین انقلاب سره له استبداد او استعمار سره مبارزه په خپله ایجنډه کې راوسته وویل په سیمه کې هیڅ معادله دایران له موافق نظرپرته نه ترسره کیږی .
د ایسنا له راپور سره سم د ایران ولسمشر نن په تهران کې له استکبار سره د مبارزې په ملی ورځ د خلکو په عظیمه غونډه کې د دې خبرې په کولو سره چی نن د سلطې د استکباری نظام سمبول امریکا ده و وویل امریکا ته نن ښه پته ده چی ایران په سیمه کې نفوذ لری او په سیمه کې هیڅ معادله دایران له موافق نظرپرته نه ترسره کیږی .
رییسی د دغې موضوع په یادولو سره چی اسلامی ایران د امریکا له لاس پوڅو د سیمې د ساتلو لپاره په سیمه کې حرکت وکړ اوډګر جنرال سردار شهید سلیمانی په دنیا کې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې سمبول شو ، جوته کړه هغه څه چی د ازادی په نوم مو د افغانستان ، سوریې ، عراق ، سیمې او دنیا د خلکو په سر راوړي دي ، د ټولو مخې ته دي او مونږه د دغو هیوادونو شرایط وینو چی تاسو د ازادۍ او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په نوم څرنګه ملتونه بندیان کړی دي خو پوهه شئ هغه نسخه چی د لیبیا او سوریې په شان ځینو هیوادونو لپاره مو راوړی ده ، په ایران کی نشو اجرا کولې .
د اسلامي ایران ولسمشر دې ته په اشاری سره چی امریکا په جنګونو او وینوبهونو کې لومړې رول لری او د خپلو ګټو لپاره ملتونه تباه کوی ، له بلواګانو په ملاتړ کې د بایډن څرګندونو ته غبرګون وښوده او زیاته یې کړه د امریکا ولسمشر ویلی دی چی مونږه د ایران د ازادولو نیت لرو خو ایران ۴۳ کاله مخکې ازاد شو او د تاسو بندی نه جوړیږی او مونږه به هیڅکله شیدو ورکونکی غوا نشو .
رییسی د دې خبرې په کولو سره چی د سلطه پالنې او استکباری روحیه نه غواړی چی د خلکو له رای او خبرې سره غږمله شی او د فضایی صنایعو ، واکسین او درملو د تولید په حوزه کې د اسلامی ایران د ځینو پرمختګونو په بیانولو سره ټینګار وکړ ایراني ځوانان په سیمه او نړۍ کې برتره خبره لری او په ګواښ او بایکاټ سره به په ایران کې د پرمختګ او پراختیا اورګاډې سست رفتاره نشی .
د اسلامی ایران ولسمشر ټینګار وکړ د ایران قدرت یوازې په توغندی او پوځی قدرت پورې ندې ، بلکې زمونږ قدرت په درست ایران کې د لړم په ۱۳ د خلکو په میلیوني شتون کې دې .