امریکا د تاریخ په اوږدو کښې تل نیواکګره پاتې شوي ده
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل: امریکا د تاریخ په اوږدو کښې نیواکګره وه او هیڅ کله ازادۍ بښونکي نه وه . امریکا چې هر ځاې ته لاړه ده نو قتل ، چورتالان او بې ثباتۍ یې له ځان سره راوړي ده.»
هغه پرون وویل افغانستان ، عراق ، لیبیا سوریه وغیره وغیره د نړۍ او د سیمې د ټولو ملتونو مخ ته پراته دي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند کنعاني زیاته کړه د داعش له پلار یعني امریکا څخه د داعش په سبک او سټایل ازادول رامینځته کیږي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن په تیرې پنجشنبې شپې په کیلي فورنیا ایالت کښې ادعا وکړه :اندیښنه مه کوئ مونږ به ایران ازاد کړو.هغوې په خپله زر خپل ځانونه ازادوي.
جوبایدڼ په دې هکله چې امریکا به کوم ډول نور اقدامات ترسره کړي جزیات ورنکړل.
د امریکا د ملي امنیت شورا هم د جوبایډن د څرګندونو په هکله د نظر له څرګندولو ډډه وکړه.
په عین حال کښې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پرون په تهران کښې د لړم د میاشتې د دیارلسمې نیټې په لاریون کښې په خپلې وینا کښې وویل د امریکا ولسمشر جوبایډن داسې خبره کړي ده چې شاید بۍ پامه یې له خولې وتلي وي ، ځکه چې له دې مخکې له رسمي ټریبیونونو څخه دا ډول ادعاګانې نه مطرح کیدلې.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان هم د جوبایډن لاسوهونکو څرګندونو ته غبرګون وښود او د ایران په ځینو ښارونو کښې په وروستیو بلواو کښې د امریکا لخوا د تاوتریخوالي دودولو او د اټومي موافقې لپاره هڅې ته په اشارې سره د امریکا ولسمشر بایډن ته په خطاب کښې وویل له داعش ډلې د ملاتړ کولو او ریاکارانه کړچار بند کړئ.
په ایران کښې د بلواو له لومړیو څخه د امریکا حکومت د بلواګرو کسانو د ملاتړ کولو او د لاسوهونکو بیانیو په خپرولو سره د ایران په یوشمیر ادارو او چارواکو نوي بندیزونه ولګول.