د بایډن ګډووډو ته د ایران د ولسمشر ځواب
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123162-د_بایډن_ګډووډو_ته_د_ایران_د_ولسمشر_ځواب
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په ایران کښې له بلواؤ او ګډوډیو څخه په ملاتړ کښې د جو بایډن څرګندونو ته غبرګون وښود
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 05, 2022 09:01 Asia/Kabul
  • د بایډن ګډووډو ته د ایران د ولسمشر ځواب

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په ایران کښې له بلواؤ او ګډوډیو څخه په ملاتړ کښې د جو بایډن څرګندونو ته غبرګون وښود

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراعیم رئیسي پرون  له نړیوال استکبار سره د مبارزې د ملي ورځې یعنې د لړم د دیارلسمې نیټې په دستورو کښې په دې خبرې سره چې امریکا په جنګونو او وینو بهولو کښې ستر لاس لري او د خپلو ګتو په خاطر د ولسونو ګټې له مینځه وړي، په ایران کښې له بلواؤ او ګډوډیو څخه په ملاتړ کښې د جو بایډن څرګندونو ته غبرګون وښود.

ولسمشر رئیسي وویل: څو ساعته مخکښې خبر شوم چې د امریکې ولسمشر یوه خبره کړې ده چې ښايي د هغه د کمزورې حافظې او غایب دماغۍ له امله وي. د امریکې ولسمشر ویلې دي: مونږ د ایران د آزادولو نیت لرو، خو ایران ۴۳ کاله مخکښې آزاد شو او ستاسو په اسارت کښې به را نه شي. مونږ به هیڅکله د لنګې او شیدې ورکونکې غوا په شان نه شو.

دا د امریکې ولسمشر جو بایډن د وروستیو څرګندونو په غبرګون کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر پریکنده ځواب دی. بایډن د امریکې د لویدیځ په کیلیفورنیا ایالت کښې د ډیموکارټ ګوند د استازي لپاهر د مالي مرستې د جذبولو لپاره د یراخ کمپین په چوکاټ کښې، د هغو یوڅو کسانو په ټول کښې چې له ایراني معترضانو څخه د ملاتړ پلی کارډونه یې اوچت کړي وو، وویل: اندیښنه مه کوئ، مونږ به ایران آزاد کړو. هغوي (معترضان) به ډیر زر ځانونه آزاد کړي.

د بایډن دا تازه ګډې وډې خبرې چې د ایران په کورنیو چارو کښې څرګنده لاسوهنه او د نړیوالو قوانینو خلاف اقدام دی، سبب شوې چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا د سټراټیجکو ارتباطاتو غږملونکی جان کربي له دغو څرګندونو شاتګ وکړي. د سپينې ماڼۍ دغه چارواکي پرون د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کښې چې له دغو څرګندونو د بایډن مطلب څه و؟ وویل: بایډن یوځل بیا د ایران له معترضانو سره زمونږ پیوستون څرګند کړ، یعنې هم هغه کار چې له ابتدا څخه یې ترسره کړی دی. کربي څرګنده کړه: د بدلون راوستل د ایران د خلکو په غاړه دي. باید د ایران خلک دا ذمه واري په غاړه واخلي چې د خپل راتلونکي په هکله فیصله وکړي.

په حقیقت کښې امریکا چې تراوسه یې په ځلونو د روسیې او ایران پّ شمول د لویدیځ د سلطې مخالف او سیال هیوادونه د امریکې د انتخاباتو په شمول په خپلو کورنیو چارو کښې په لاسوهنې تورن کړې دي، اوس د متحده ایالاتو د ولسمشر له خولې ښه په زغرده او بې له هیڅ ډول پرده پوشۍ، د ایران د آزادولو په ادعا سره په دې هیواد کښې د دخالت خبره مطرحه کیږي. یوه بله مسئله چې په دې لړ کښې د مطرح کیدو وړ ده، دا ده چې امریکې چې په ایران کښې د اسلامي انقلاب له راتلو مخکښې په دې هیواد کښې بشپړ نفوذ درلود، د ایران د خلکو د آزادۍ لپاره یې څه کړي وو؟

د واشنګټن په ترسره کړو اقداماتو کښې د ۱۹۵۳ میلاي کال په آګست کښې د زمري د میاشتې د اتویشتمې نیټه په کودتا کښې ونډه او تر ۱۹۷۹ کاله پورې د شاه د ظالمانه سلطې لپاره د ضروري زمینې برابرول وو. د دې په ترڅ کښې چې امریکا د ساواک د جوړولو عامله وه کوم چې د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه مخکښې د پهلوي رژيم خلاف د مبارزانو په نیولو، شکنې او وژلو کښې اصلي رول لوبوه. له بلې خوا د امریکې تیلي شرکتونونو هم د اسلامي انقلاب له کامیابیدو نه په مخکښې کلونو کښې د ایرا ن د تیلو په لوټلو کښې اغیزناک رول درلود او په عین حال کښې امریکې د شاه له رژيم څخه په اوزاري استفادې سره هغه ته د فارس خلیج د څارنې رول وسپاره البته لګښت به یې د ایران د ولس له جیبه برابریده.

امریکې د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته هم تل د ایران له اسلامي جمهوري نظام سره د دښمنۍ کړنلاره د خپل سیاست سرمشق وګرځوله او په وروستیو څلورو لسیزو کښې یې د ایران د بایکاټ کولو سیاست تعقیب کړی دی. د امریکې د تیر ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ په پړاؤ کښې د دغه هیواد ایراني ضده بندیزونو د زیات نه زیات دباؤ په پیلیدو سره نوي او بې مخینې اړخونه وموندل.

واشنګټن د امریکې د غیرمنطقي او غیرقانوني غوښتنو په وړاندې د ایران د تسلیمیدو په هیله په دې ولس باندې ډیر سخت بندیزونه ولګول چې البته د بایډن د حکومت په اعتراف، له ماتې او ناکامۍ سره مخامخ شول. د امریکې اوسني ولسمشر جو بایډن هم د خپلو تیرو شعارونو په اپوټه، د ایران خلاف د زیات نه زیات دباؤ سیاست جاري ساتلی دی هره څه موده پس پرې په مختلفو پلمو نوي نوي بندیزونه لګوي.

امریکې هم دااوس په ایران کښې د شخړو او بلواؤ د رامینځته کیدو په پلمه د ویانا مذاکرات پریښې دي او د بلواوګرو په ملګرتیا او ملاتړ یې ټینګار کړی دی. امریکايي چارواکو په ایران کښې د وروستیو بلواؤ له پيلیدو څخه نه یوازې مداخله غواړې څرګندونې کړې دي بلکې د ایران په یوشمیر چارواکو او ارګانونو یې بندیزونه هم لګولي دي او په خپل وروستي کوشش کښې یې د البانیا هیواد په ملګرتیا سره د امنیت شورا غیررسمي غونډه جوړه کړه، هغه غونډه چې په دې موده کښې یې ورپاره د دومره تبلیغاتو سره سره یې د ترسره کونکو لپاهر هیڅ ګټه او لاسته راوړنه ونه لرله.

*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی