د ایران پوله ساتونکوپه ۴۵ورځو کې کابو ۶۰۰جنګي وسلې نیولي
سردار ګودرزي زیاته کړې ده،په تیرو ۴۵ ورځو کې په دغه اندازه دجنګی وسلو نیول کیدل له تیر کال سره په ورته مودې کې ۲۶فیصده زیات شوي دي.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړی، د ایران داسلامی جمهوریت د پولیسو د سرحدي ځواک قوماندان سردار احمد علی ګودرزي د ایران په جنوب ختیځ کې دسیستان او بلوچستان ولایت دپولو دلیدو په وخت په یولړ څرګندونو کې ووئیل، داسلامی ایران پوله ساتونکو په تیرو ۴۵ورځو کې د وسلو اومهماتو د قاچاق دڅو چینلونو په کشفولو سره کابو شپږ سوه جنګي وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي.
سردار ګودرزي زیاته کړې ده،په تیرو ۴۵ ورځو کې په دغه اندازه دجنګی وسلو نیول کیدل له تیر کال سره په ورته مودې کې ۲۶فیصده زیات شوي دي.
د ایران د پولیسو د سرحدي ځواک قوماندان همداراز په هیواد کې وروستیو بلواؤ ته په اشارې سره ووئيل ، په ایران کې د وروستیو بلواؤ او شرارتونو سرچینه ،امریکا،ماشوم وژونکي اسرائيل او دهغو ګوډاګیان دي .