استکبار داعش ډله د اختلاف د اچولو لپاره جوړه کړي ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123368-استکبار_داعش_ډله_د_اختلاف_د_اچولو_لپاره_جوړه_کړي_ده
ایرنا خبري اژانس وايي د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې سیکرټر داعش ترهګره ډله په اسلامي امت کښې د اختلاف د اچولو لپاره د استکبار زیږنده وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 10, 2022 00:42 Asia/Kabul
  • استکبار داعش ډله د اختلاف د اچولو لپاره جوړه کړي ده

ایرنا خبري اژانس وايي د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې سیکرټر داعش ترهګره ډله په اسلامي امت کښې د اختلاف د اچولو لپاره د استکبار زیږنده وبلله.

د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې سیکرټر حجت الاسلام و المسلمین حمید شهریاري چې د سوریې له علماو او شخصیتونو سره د کتنې لپاره دمشق ته تللی دی د شیخ احمد کفتارو د اهل سنتو د حوزوي زده کړې د مرکز د لیدو په وخت وویل نړیوال استکبار په تیره بیا صهیونیسټ رژیم د تاوتریخوالي د دین په توګه د اسلام د معرفي کولو هڅه کوي او د همدې مقصد لپاره یې داعش ډله جوړه کړه.

هغه د اسلامي اصولو په سم ډول بیانول، د تکفیریانو په تیره بیا د داعش ډلې حقیقي باطن ایشوا کول او د مسلمانانو ترمینځ د تفرقې د رامینځته کولو لپاره د استکبار د خطرناکو پلانونو په هکله روڼتیا د اسلامي نړۍ د علماو تر ټولو مهمه دنده وبلله.

د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې سیکرټر حجت الاسلام و المسلمین حمید شهریاري دغه راز د ایران د اهل سنتو د حالت په بیانولو سره وویل په ایران اسلامی جمهوریت کښې اسلامي فرقې د یوبل په څنګ کښې سوله ییز ژوند کوي او له یوبل سره راشه درشه او تګ راتګ لري.

هغه وویل په ایران کښې په اسلامي مذهبونو سربیره عیسايي ، یهودي او زرتشتي مذهبونه هم د مسلمانانو په څنګ کښې ژوند ته دوام ورکړی او حتی خپل اداب په ازادۍ سره ترسره کوي.

شهریاري په دې خبرې باندې ټينګار سره چې د اسلامي مذهبونو  ترمینځ د اختلاف د رامینځته کولو لپاره د دوښمن له سپیره پلان سره د مقابلې یوازنۍ لاره د وحدت لرل دي وویل له وحدت پرته د تفرقې او د اختلاف په رامینځته کولو کښې د دوښمن د اور بلول نشو مړ کولی.