د دوښمن بې پایلوټه الوتکې د ایران په شیشت کښې دي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ قومندان د باور درې سوه درې اویا توغندوي سیسټم لوړتیا ته په اشارې سره وویل د دوښمن بې پایلوټه الوتکې د دغه توغندیو په شیشت کښې دي.
هغه د باور درې سوه درې اویا توغندوي سیسټم د لوړتیا د چارواکو او مسوولانو د درنښت په دستورو کښې وویل دغه ستره بریا په درې سوه څلور کلومیټرۍ کښې په بې پایلوټه الوتکو د حملې کولو توان لري.
عبدالرحیم موسوي په دې خبرې سره چې یوازې دوه هیوادونه دا ډول توغندوي سیسټمونه لري وویل دغه بریا په کامل بایکاټ او محدودیت کښې او یوازې د ایران د ځوانانو په لاس او د هغوې په پوهې او فکر سره نتیجې ته رسیدلي ده په داسې حال کښې چې په نورو هیوادونو باندې هیڅ بایکاټ او محدودیت نه دی لګیدلی او تراوسه یې دغه توغندوي سیسټم نه دی جوړ کړی.
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ قومندان عبدالرحیم موسوي ټینګار وکړ د سلطې د نظام رسندوي امپراتورۍ اجازه نه ورکوي چي دغه پرمختګونه او په لسګونو بریالیتوبونه خپل ځان د ایران ملت او نړۍ ته وښيي.