د جرمني سفیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو
د ایران په هکله د جرمني د صدر اعظم له غیر مسئولانه او لاسوهونکو خبرو وروسته، په تهران کې د جرمني سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته ور وغوښتل شو.
د جرمني صدراعظم اولاف شولتس په خپل ټوییټر کې اعلان وکړ چي برلین د ایران په ضد د نویو بندیزونو له لګولو څخه ملاتړ کوي.
د ایران د خارجه وزارت د اطلاع رسونې د ادارې له راپور سره سم، د ایران د خارجه وزارت د اروپایي چارو مدیر د جرمني د سفیر هانس ادو موتسل په احضارولو سره، د ایران په هکله د جرمني د صدر اعظم غیر مسئولانه خبرې وغندلې او د ایران د کورنیو حالاتو په وړاندې د جرمني په ناسم دریځ سختې نیوکې وکړې.
د ایران د خارجه وزارت د اروپایي چارو مدیر، جرمني د تهران او برلین تر مینځ په اړیکو باندې د ناسمو اظهاراتو د دوام د پایلو مسئول وباله او تاکید وکړ چي د ایران اسلامي جمهوریت د عزت، اقتدار او ملي ګټو پر بنیاد د مقابل لورې دریځونه او اقدامات چیړي او ورسره سم، مناسب ځواب ورکوي.
د جرمني سفیر وویل چي د ایران د اسلامي جمهوریت دغه پیغام به د جرمني دولت ته واستوي.
دغه ملاقات کې د ایران د اسلامي جمهوریت رسمي اعتراضي لیک هم د جرمني سفیر ته وسپارل شو.
په همدې لړ کې د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني هم د ایران په هکله د جرمني د صدر اعظم خبرې لاسوهونکی، لمسوونکی او غیر ډیپلماټیک وباله او ویې ویل: له جرمني چارواکو څخه د ایران د بشري حقوقو غوښتنې زیاتې دي، په اصل کې برلین باید د پخوا په پرتله مسئولانه چلندغوره کړي.
تر دې مخکې هم د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان خپلې جرمنۍ سیالې ته یادونه کړې چي د تاریخي اړیکو تخریبونه به له ځان سره اوږدمهالې پایلې راوړي او د تهران ځواب به مناسب او پریکنده وي.