ایران اوروسیه د افغانستان د کړکیچ ختمولو ته هوډمن دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123608-ایران_اوروسیه_د_افغانستان_د_کړکیچ_ختمولو_ته_هوډمن_دي
کاظمی قمی نن په خپل ټویټر کې ولیکل: په تهران کې د روسیې له سفیر سره په کتنه کې، د ترهګرۍ او د هغې د ملاتړو په ګډون د همکاریو او ګډو اندیښنو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 15, 2022 11:41 Asia/Kabul
  • ایران اوروسیه د افغانستان د کړکیچ ختمولو ته هوډمن دي

کاظمی قمی نن په خپل ټویټر کې ولیکل: په تهران کې د روسیې له سفیر سره په کتنه کې، د ترهګرۍ او د هغې د ملاتړو په ګډون د همکاریو او ګډو اندیښنو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمی نن  په خپل ټویټر کې لیکلي چې ایران او روسیه د افغانستان د کړکیچ د پای ته رسولو لپاره ګډ هوډ لري.

ایرنا خبری اژانس وایی کاظمی قمی نن په خپل ټویټر کې ولیکل: په تهران کې د روسیې له سفیر سره په کتنه کې، د ترهګرۍ او د هغې د ملاتړو په ګډون د همکاریو او ګډو اندیښنو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

هغه څرګنده کړه: بې ثباته کوونکي غورځنګ هڅه کوي چې د داعش په شمول داوزارونو په کارولو سره په افغانستان کې بحران ته دوام ورکړي.

د افغانستان لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي هم پاکستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې ویلي، چې د افغانستان امنیت او ثبات د سیمې د هېوادونو د امنیت په معنی دی، خو امریکا او د هغه ځینې ملګري دولتونه یې د افغانستان په ناامنۍکې لاس لري.