د واکمنې شورا پریکړه لیک رد شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123642-د_واکمنې_شورا_پریکړه_لیک_رد_شوی_دی
اسلامي: د ایران خلاف د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا نوی پریکړه لیک مردود او رد شوی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2022 09:11 Asia/Kabul
  • د واکمنې شورا پریکړه لیک رد شوی دی

اسلامي: د ایران خلاف د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا نوی پریکړه لیک مردود او رد شوی دی

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر د ایران په اسلامي جمهوریت باندې د زیات نه زیات دباؤ او تور پورې کونې سیاست، د استکبار او صهیونیسټي رژیم روږتیا وبلله او ویې ویل: د ایران خلاف د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا نوی پریکړه لیک مردود او رد شوی دی.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر محمد اسلامي نن د حکومت د کابینې د غونډې ترڅنګ د خبریالانو په ټول کښې د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا غونډې او په کښې د ایران خلاف د پریکړه لیک د مسودې په غبرګون کښې زیاته کړه: د زیات نه زیات دباؤ او د ایران په اسلامي جمهوریت باندې د استکباري او صهیونیسټي بهیر له خوا د تور پورې کونې سیاست د هغوي طبیعت دی چې په بندیزونو باندې معتاد دي.

ښاغلي اسلامي وویل: یو داسې پریکړه لیک یې مسوده کړ او داسې مطالب یې راوړل چې په خپله هم پوهیږي چې صحت نه لري او د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا هم مردود دی، ایران د خپل پروګرام د پرمخ بیولو لپاره په ایټمي برخه کښې تصویب کړی، مدوِّن او اعلان شوی پروګرام لري او په هم هغه چوکاټ کښې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر څرګنده کړه: هغه څه چې د ایران د ایټمي انرجۍ په ادارې پورې اړونده دي، دا دي چې ټولو ادعايي او اتهامي مواردو ته ځواب ورکړی شي چې دا کار ترسره شوی دی.