د ایران او افغانستان ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123644-د_ایران_او_افغانستان_ځینې_مطبوعات
په لویدیځه غاړه د دوفلسطیني ځوانانو په عملیاتو کی درې صیهونیسټان هلاک او دوه ژوبل شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2022 09:59 Asia/Kabul
  • د ایران او افغانستان ځینې مطبوعات

په لویدیځه غاړه د دوفلسطیني ځوانانو په عملیاتو کی درې صیهونیسټان هلاک او دوه ژوبل شوي دي .

کیهان

خپل ننې پروګرام له کیهان ورځپانۍ پیلوو چی په خپل لومړی مخ یې له نورو ډیرو مطلبونو تر څنګ په غټو ټکیو لیکلی دی له لویدیځ تر ختیځ د ایران د ‌ډیپلوماسۍ پراخ چتر ، او بیا لاندې لیکی چی په تهران کې د ایران او روسیې تاجرانو د ۴۰ میلیارډی تجارت د عملیاتی کولو لپاره پراخې سلاومشورې کړی دي .

په لویدیځه غاړه د دوفلسطیني ځوانانو په عملیاتو کی درې صیهونیسټان هلاک او دوه ژوبل شوي دي . د فلسطین  مقاومتي ډلو د اردن سین په لویدیځي غاړې کې په آرایل  صهیونیسټ میشته ښارګوټي کې شهادت غواړي عملیات  د صهیونیسټ رژيم د افراط پال لوري د مشرانو دګواښونو یو کلک ځواب بللې دې . د  جهاد  اسلامي غورځنګ ویندوي طارق عزالدین  وويل په غصب شوي آریل داخل کې دغه شهادت غواړي  عملیات یو ځل بیا ددغه جنایتکار او وحشي رژيم دویرې او ډار  ماتول او د دوی د امنیتی اوپوځي سسټمونو  نابودي چې  هره ورځ ز مونږ  بې ګناه خلکو قتل عام کوي ،تائيدوي.

د فلسطین دآزادۍ جبهې  هم په ویلی  دغه عملیات یو داسې پيغام لري چې د فلسطین د ملت دملی حقوقو ترپوره کیدا او د نیواکګر رژيم ترماتې پورې  به د دوي په وړاندې مقاومت لپاره زمونږ دولس ټینګتیا دوام ولری ځکه چی زمونږ د ولس  مقاومت او کلک هوډ، د نیواکګر رژيم د ظلم،ترهه ګرۍ ،امنیتی سیسټم او ددوي له پوځي قدرت زیات پیاوړي او مذبوت دی او مقاومت به په هره بڼه دوام ومومي .

قطر ته د ایران اینټرنیشنل ترهه ګر چینل د غړیو ورتګ منع شو .

په لویدیځ کې د اقتصادی کړکیچ په دوام کې  د امازون شرکت خپل لس زره کارکونکي وباسي .

د تهران بازاریانو د کارونو د بندولو لپاره د بلواګرو غوښتنې ته په بې پامۍ سره  ځواب ورکړ .

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي وایی د کتاب لوستلو د کلتور دودول ځوانان له انحرافاتوخوندي ساتي .

د ایران د کورنیو چارو وزیر وایی په درست هیواد کې ښه او پایداره امنیتی شرایط لرو .

نړیوال بانک په راتلونکی کال کې د ایران د ۲.۹ فیصده د اقتصادی ودې اټکل وکړ .

سلو فعالو میرمنو امنیت شورا ته په یوه لیک کی غوښتی دی چی د افغانستان د میرمنو له حقوقو ملاتړ وکړئ .په دغه لیک کی افغان میرمنې له خپلو لومړنیو حقوقو لکه کار ، زده کړو او روزنې محرومې دي .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

جمهوری اسلامی

 

سیستان او بلوچستان ته د رهبرۍ د سترمقام د ورلیږل شوی پلاوی مشر حاج علی اکبری وایی د زاهدان په پیښوکې د ځینو ویناوې لمسونکی وې . دوئ باید ځواب ورکړی ځکه چی په دغو ناامنیو کې ګناهکار دي .د زاهدان د وروستیو بلواګانو ۳۸ نیول شوی کسان چی مهم رول یې نه درلوده ازاد شوی دي .

ملګرو ملتو په یوه پریکړه لیک کې له روسیې وغوښتل اوکراین ته ګرمه ورکړی .

د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم رییسي وایی ډول ډول ظرفیتونو د ملتونولپاره له ایران سره ملګرتیاګټه وره کړې ده .ورځپاڼه په دې اړه لیکی د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د ونزویلا له لوړروتبه پلاوي سره په کتنې کې ویلی د انرژۍ ،علمي  او اقتصادي پراخ اوډول ډول ظرفیّتونه، د ملتونو لپاره له ایران سره  دوه اوڅو اړخیزې ملګرتیاوې ګټه ورې کوي. دواړه هیوادونه د امریکا له یو اړخیزو بندیزونو سره مخ دي او له څو اړخیز پالنې ددفاع ،د امریکا له یو اړخیزو او غیر قانوني اقداماتو سره دمقابلې ضرورت، دسوله ایزو  مصرفونو لپاره له ایټمي  انرژۍ په استفادې کې د ایران د مسلم حق او د فلسطین دملت دحقوقو په رسمیّت پيژندنې په شان  مسلو کې  سره ګډې لیدتوګې لري.

دونزویلا دپلاوی مشر رامون بلاسکز هم په دغې کتنې کې له اته کلنې وقفې وروسته  د ایران او ونزویلا دګډ اقتصادي کمیشن دترسره کیدا په اړه دیوه راپور په وړاندې کولو سره ویلی دی  په ترسره شویو خبرواترو کې د ټرانسپورټ ،کرهڼې، انرژۍ اوټيکنالوجۍ په زمینو کې  دملګرتیاؤ دپراختیا لپاره ښې موافقې ترلاسه شوي دي. هغه همداراز د دواړو هیوادونود  اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره د ونزویلا د حکومت بشپړ چمتووالی  اعلان کړ.

دکاناډا  حکومت د خپلو ایرانی ضده اقداماتو په دوام کې  هیواد ته د ایراني چارواکو د بندیز د طرحې د اجرایی کیدا خبر ورکړ .

دایران د خارجه وزارت ویندوی کنعانی ویلی دی د اروپا وروستیوبایکاټونو ته ورته ځواب ورکوو .

 په ترکیې کښې بیا چاودنه شوې . ترکي چارواکو د دغې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي خو خپاره شوي عکسونه او ویډیوګانې څرګندوي چې چاودنه درنه وه او پراخ زيانونه يې اړولي.

 

 

د کابل ورځپاڼۍ

 

د محتوا مسولیت  یې نه منو

 

کلید

 

اسلامي امارت د دوحې تړون ته ژمن دی

د افغانستان  د دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي، اسلامي امارت د دوحې تړون ته ژمن دی او د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد ونه کارول شي. نوموړي دا خبرې د چهار شنبې په ورځ د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال طارق علي بخیت او مل پلاوي سره په کتنه کې کړې دي.

د دفاع وزارت خبرپاڼه وایي، په دې لیدنه کې د دفاع سرپرست وزیر هغوی ته ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت د خپلو سرحداتو کلکه ساتنه کوي او هېڅ داسې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

بل لور ته د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او د امنیت ټینګښت په برخه کې د اوسني حکومت هڅې ستایلې دي.

ملي دفاع سرپرست د دوحې تړون ته د ژمنتیا خبره په داسې حال کې کوي چې لاهم امریکا او اسلامي امارت یو بل د دغه تړون په نقض تورنوي.

 

زابلۍ مېرمنې کار او زده‌کړې غواړې .

۲۵کلنه حاکمه چې پر یوه زړه چوکۍ، د جامو کنډلو ماشین ته د کړکۍ څخه رالوېدلې لمر وړانګو ته ناسته ده، وايي ناچارۍ دې حد ته رسولې چې په ۵زره افغانۍ ټوله میاشت له یوې مېرمنې سره د خیاطۍ په کورس کې کار وکړي.

حاکمه وايي، ځکه یې خیاطي پیل کړې چې غواړي د کور په چارو کې له پلار سره مرسته وکړي، ځکه پلار یې مزدورکار دی او په ګټې وټې یې د دوی د کور خرچه نه‌پوره کېږي.

«له دولت څخه دا غوښتنه لرو، چې زموږ سره همکاري وکړي او ډېرې مېرمنې داسې ستونزې لري که چېرې مثلا دا ځای پر موږ بند شي نو موږ به په خپل کور کې خیاطي فعاله کړو او د کور په چارو کې به له مشرانو سره مرسته وکړو.»

حنیفه بیا ۴۰کلنه مېرمن ده. که څه هم د نوموړې ژوند روان دی، خو د نورو میرمنو په هکله اندېښمنه ده او وايي چې پر مېرمنو باندې د ژوند ساحه تنه شوې او ډېری ښځې د زده‌کړو او کار له حقه راګرځول شوې دي.

 

مسیر

 

لکوزی: د چمن لارې تړل کېدل د دواړو لورو د سوداګرو په زیان ده

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د سپين بولدک – چمن لارې د تړل کېدو له کبله به د فرضي کرښې دواړو غاړو سوداګرو ته درانه مالي زيانونه واوړي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبري پلاوي غړي خانجان الکوزي ويلي چې دا مهال د کرښې دواړو غاړو ته په تازه مېوو او سبزيو بار ګڼ ګاډي ولاړ دي او په خبره يې چې که لاره تړلې پاتې شي نو په ګاډو کې بار مېوې او سبزۍ به له منځه ولاړې شي. پاکستاني لوري د چمن – سپين بولدک لاره تر هغې وروسته وتړله چې يوه نامالوم وسله وال پر پاکستاني پوځي بريد وکړ او ويې واژه. الکوزی وايي چې پاکستان بايد سياسي او امنيتي موضوعات له سوداګريزو مسايلو لرې وساتي او په تشو پلمو دې پر اقتصاد او سوداګرۍ د فشار راوستلو هڅه نه کوي. د يادونې وړ ده چې له پاکستان سره د افغانستان سوداګرۍ تل له ستونزو سره مخ وي او اسلام اباد تل د افغانستان د صادراتو پر وړاندې خنډونه جوړوي. سوداګر وايي چې حکومت دې د افغانستان د صادراتو لپاره پر پاکستان تکيه ډيره راکمه کړي او د منځنۍ اسيا د هېوادونو له لارې دې نړۍ ته د افغانستان د تازه مېوو او سبزيجاتو د صادرولو زمينه برابره کړي.