امیرعبداللهیان: اروپا دې نارغنده لاره پریږدي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123654-امیرعبداللهیان_اروپا_دې_نارغنده_لاره_پریږدي
امیر عبداللهیان ټینګار وکړ: که اروپایان دغه ناسمه لاره پرې نږدي نو د ایران له متقابل او موثر ځواب سره به مخامخ شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2022 12:17 Asia/Kabul
  • امیرعبداللهیان: اروپا دې نارغنده لاره پریږدي

امیر عبداللهیان ټینګار وکړ: که اروپایان دغه ناسمه لاره پرې نږدي نو د ایران له متقابل او موثر ځواب سره به مخامخ شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په واکمنې شورا کښې د ایراني ضده پریکړه لیک د تصویبولو لپاره د اروپايي لورو د هلوځلو په غبرګون کښې وویل: اروپا دې غیر رغنده کړنلاره پریږدي.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د خبریالانو په ټول کښې وویل: ایران اروپايي لورو ته ضروري پيغامونه ورکړې دي او د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئول جوزف بورل په شمول د اروپا له یوشمیر خارجه وزیرانو سره یې هم خبرې کړې دي.

امیر عبداللهیان ټینګار وکړ: که اروپایان دغه ناسمه لاره پرې نږدي نو د ایران له متقابل او موثر ځواب سره به مخامخ شي.

هغه په دې خبرې سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت ملي ګټې مهمې دي او ورڅخه به تیر نه شي، څرګنده کړه: له بندیزونو د اوړیدو او د هغو د ختمیدو لپاره به د مذاکراتو په لاره کښې خپل کار جاري وساتي.