عبداللهیان دامریکا اولویدیځ دغلطې اندازې په اړه خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123666-عبداللهیان_دامریکا_اولویدیځ_دغلطې_اندازې_په_اړه_خبرداری_ورکړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی امیر عبداللهیان په واکمنې شورا کښې د ایراني ضده پریکړه لیک د تصویبولو لپاره د ځینواروپايي لورو او امریکا د هلوځلو په غبرګون کښې وویل امریکا او اروپایی هیوادونه دې غلطې اندازې نه لګوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2022 03:56 Asia/Kabul
  • عبداللهیان دامریکا اولویدیځ دغلطې اندازې په اړه خبرداری ورکړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی امیر عبداللهیان په واکمنې شورا کښې د ایراني ضده پریکړه لیک د تصویبولو لپاره د ځینواروپايي لورو او امریکا د هلوځلو په غبرګون کښې وویل امریکا او اروپایی هیوادونه دې غلطې اندازې نه لګوی .

د ایرنا خبری اژانس له راپور سره سم  د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل:ایران اروپايي لورو ته ضروري پيغامونه ورکړې دي او د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئول جوزف بورل په شمول د اروپا له یوشمیر خارجه وزیرانو سره یې هم خبرې کړې دي.

امیر عبداللهیان ټینګار وکړ: که اروپایان دغه ناسمه لاره پرې نږدي نو د ایران له متقابل او موثر ځواب سره به مخامخ شي.

هغه په دې خبرې سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت ملي ګټې مهمې دي او ورڅخه به تیر نه شي، څرګنده کړه: له بندیزونو د اوړیدو او د هغو د ختمیدو لپاره به د مذاکراتو په لاره کښې خپل کار جاري وساتي.