د اسلامي انقلاب معظم رهبر:
د ارزښتونو یوه ټولګه په شهید او شهادت کې نغښتې ده
د اسلامي انقلاب معظم رهبر تاکید وکړ چي شهادت او شهید د ملي، مذهبي، انساني او اخلاقي ارزښتونو د یوې ټولګې څښتن دی.
حضرت ایت الله خامنه ای د اکټوبر په ۳۰ د قم د شهیدانو د کنګرې له غړو سره په لیدنه کې، د شهیدانو د یاد او خاطرې د ژوندي ساتلو په ضرورت باندې په تاکید سره، قم ښار یې د قیام او اقامې ښار بللی وو.
په یاده کتنه کې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر ویناوې نن د رهبری د اطلاع رسونې د دفتر له لورې خپور شوی دی.
د رهبری د اطلاع رسونی د دفتر له راپور سره سم، حضرت ایت الله خامنه ای د اسلامي انقلاب او سپېڅلي دفاع په موده کې او له هغه وروسته په مختلفو ازموینو کې د قم د ولس ځلانده خدمتونو ته په اشارې سره، تاکید وکړ چي د شهیدانو ځانګړنې باید د هنر له لاري وښودل شي، له انقلاب مخکې او له انقلاب وروسته هره یوه ځلانده پېښه د ایران په تاریخ کې د ستورې په څېر ځلیږي، که څه په دغو پېښو کې یو شمېر خپله عزیزان د لاسه ورکړ او د خلګو زړونه له غمونو ډک و لیکن دا په تاریخ کې تل پاته کیږي او د ایران د ولس د خوځندوالې او سرلوړی ښودنه کوي او د ویاړ لامل ګرځي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمایل: شهید د رېښتني ایمان، د صالح یا نیک عمل او د خدای په لاره کې د جهاد مظهر دی او ملي هویت پیاوړی کوي لکه څرنګه چي نن سبا د شهیدانو او د هغوی د پلرونو او میندو سرشیندنې د ایران د ولس د عظمت او برم لامل شوی دی.
حضرت ایت الله خامنه ای جوته کړه: لکه څرنګه چي د سپېڅلي د دفاع شهیدانو ځانونه قربان کړ څو تهران ته د دښمن د رسېدو او د ایران د ولس د یرغمل کېدو مخنیوی وکړي، د امنیت مدافع هم ځان د خلګو د امنیت، هوساینې او خوندیتوب لپاره قربانوي.