د ایران په شمال لوېدیځه کې د یوې ترهګرې ډلګۍ نیول کېدا
د ایران په شمال لوېدیځه کې یوې ترهګرې ډلګۍ له ټروریستي عملیاته مخکې د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوې ده.
د تسنیم له راپور سره، د ترهګرو دغه ډلګۍ چي له بلواګرانو سره اړیکې درلودلې، ایران ته د وسلو او لاسي بمونو په واردولو سره، غوښتل چي د بلواو پر مهال چاودنې رامینځ ته کړي او په امنیتي ځواکونو باندې لاسي بمونه وغورځوي.
دغه ډلګۍ د ایران په مختلفو ښارونو کې د پراخو ناامنیو پلان درلوده چي د امنیتي ځواکونو له لورې په یوه استخباراتي عملیات کې ونیول شوه.
یادو ترهګرو اعتراف کړی چي له ایران څخه بهر په لوېدیځو هیوادونو کې د اسلامي انقلاب ضد د ترهګرو عناصرو له لورې هدایتېدل.
د لوېدیځ اذربایجان په ولایت کې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدران اسختباراتي ځواکونو تاکید وکړ چي د امنیت ضد هر ډول فعالیتونو سره د مقابلې لپاره پوره پوره چمتووالې لري.