په اسټریا کې د ایران سفیر:
د امریکې بندیزونه د بشریت په ضد جنایت دی
په اسټریا کې د ایران سفیر د دې په بیانولو چي د ایران ضد د امریکې بندیزونه د بشریت په ضد جنایت بلل کیږي، وویل: اروپایان د سپینې ماڼۍ له سیاستونو څخه په پېروکاری سره،په دغه جنایت کې ونډه لري.
تیره ورځ په اسټریا کې د ایران سفیر ،«عباس باقرپور اردکانی» د دې هیواد له یوې ورځپآڼې (پراودا) سره په مرکه کې ویلي چي د امریکا غیرقانوني او غیرانساني بندیزونه عام وګړي هدف ګرځولي، په ځانګړې توګه هغه ناروغان چي په نادرو ناروغیو مبتلا دي یا پروانه ی ماشومان، چي روغتیایي سازو سامان، درملې او پټیو ته د نه لاسرسی د امله ځوریږي.
هغه جوته کړه، د خواشینۍ خبره ده چي اروپا د امریکې له غیرانساني بندیزونو څخه په ملاتړ سره، د بشري ضد په جنایاتو کې شریکه ده.
اردکاني د دې په بیانولو چي اسلامي جمهوریت د ایټمي وسلو پسې نه دی او دغه مساله هم د هیواد په دفاعي نظریې او هم د مذهبي تعالیمو په ړنا کې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په فتوا کې منعه شوې ده، تاکید وکړ: اصلي ګواښ د اسرائیل د جعلي رژیم او د هغه د پراخو ایټمې وسلو څخه دي، دغه رژیم په داسي حال کې چي ۲۵۰ ایټمي بمونه لري لاهم ان پي ټي یا د ایټمي وسلو د نه جوړولو تړون ته غاړه نه ده ایښودلې.
د ایران سفیر زیاته کړه: لوېدیځو هیوادونو د صهیونیست رژیم په ایټمې سلاکوټونو، ناوړه مخینه او ترهګریزو فعالیتونو سترګې پټې کړي، دغه چوپتیا صهیونیست رژیم ته د جنایاتو د دوام په موخه خوندیتوب وربخښلی دی.
هغه د اکراین د شخړې په برابر وویل: ایران له هر ډول جنګ او تاوتریخوالې سره مخالفه دی او د هیوادونو له ځمکنۍ بشپړتیا او ملی واکمنۍ څخه ملاتړ کوي، مونږ د جنګ د درېدو غوښتونکي یو او په دې لړ کې د مرستو لپاره چمتو یو.